په کندز ولایت کې د معاملاتو لارښوونې له ۱۶ دفترونو څخه نظارت ترسره شو

barekzai_admin
چهارشنبه ۱۴۰۴/۶/۲۶ - ۱۰:۱۴
.

 د کورونو د کرایې د کنټرول ګډې کمېټې په کندز ولایت کې د کورونو د کرایې د کنټرول په موخه، د ربیع‌الاول د مياشتې په ۲۲مه نېټه د دوشنبې په ورځ د کندز ښار اړوند په لومړۍ او پنځمې ناحیو کې د معاملاتو لارښوونې له ۱۶ دفترونو څخه نظارت ترسره کړ.
د یادې کمیټې په ترکیب کې یې د عدلیې ریاست، استخباراتو، د کور او ښار جوړونې ریاست، د امر بالمعروف او نهی عن المنکر ریاست، ښاروالۍ او د معاملاتو لارښوونې د اتحادیې استازي شامل دي.
د نظارت پر مهال د یادو دفترونو د معاملاتو څرنګوالی او رسمي سټې بررسي شوې او د نظارتي کمېټې له لورې د دفترونو متصديانو ته توصیه وشوه څو له هغو معاملاتو ډډه وکړي چې د کورونو د کرایې د لوړېدو لامل ګرځي او له مخکې پیسو اخیستلو څخه هم ځان وساتي.
دغه راز د معاملاتو لارښوونې د دفترونو له متصديانو غوښتنه وشوه چې له راستنېدونکو کډوالو سره د استوګنځایونو په موندلو کې همکاري وکړي.
د کورونو د کرایې د کنټرول ګډه کمېټه په مرکز کې د عدلیې وزارت په مشرۍ او په ولایتونو کې د عدلیې ریاستونو په مشرۍ په جدي ډول د کورونو د کرایې له قراردادونو څخه نظارت ترسره کوي او د کرایې د زیاتوالي یا د غیر رسمي قرارداد د مشاهدې په صورت کې به له سرغړونکو اشخاصو سره جدي چلند وکړي.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۴/۹/۱۰ - ۱۴:۵۴
Background image

د عدلیې وزیر د پنځو ولایتونو د عدلیې او کرنې له رئیسانو سره په کتنه کې د کاري چارو پر چټکتیا ټینګار وکړ

 د اسلامي امارت د عدلیې وزیر، محترم شیخ الحدیث مولوي عبدالحکیم شرعي د جمادی الآخرة د میاشتې په ۱۰مه نېټه د دوشنبې په ورځ د پکتیا، پکتیکا، غزني، خوست او لوګر ولایتونو د عدلیې او کرنې. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۹/۱۰ - ۱۴:۴۵
Background image

په نيمروز ولایت کې د معاملاتو لارښوونې له ۸ دفترونو څخه نظارت ترسره شو

 د نيمروز ولایت د عدلیې رياست نظارتي پلاوي د جمادی‌الآخرة د مياشتې په ۸ مه نېټه د ‌شنبې په ورځ،  د دغه ولایت په مرکز زرنج ښار کې د معاملاتو لارښوونې له ۸ دفترونو څخه نظارت ترسره کړ او د. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۹/۱۰ - ۱۴:۴۰
Background image

په تېره اوونۍ کې په کابل ښار کې له ۱۸ دارالوکالو څخه نظارت ترسره شوی

 د عدلیې وزارت د مدافع وکیلانو ریاست نظارتي پلاوي، په تېره اوونۍ کې د کابل ښار په بېلابېلو ناحیو کې د ۱۸ دارالوکالو فعالیتونه نظارت او بررسي کړل.

د دغه نظارت په ترڅ کې د یادو. . .

BACK TO NEWS