په کنړ ولایت کې له یو شمېر موټر پلورنځیو څخه نظارت ترسره شو

د کنړ ولایت د عدلیې رياست نظارتي پلاوي، د ربیعالاول د مياشتې په ۲مه نېټه د سهشنبې په ورځ د یاد ولایت په مرکز، اسعدآباد ښار کې له یو شمېر موټر پلورنځیو څخه نظارت ترسره کړ او د هغو فعاليتونه یې بررسي کړل.
نظارتي پلاوي د یادو پلورنځيو د فعاليت جوازونه، رسمي سټې، د ثبت کتابونه او یو شمېر نور اړين اسناد بررسي کړل چې په ترڅ کې یې یو موټر پلورنځی د غير قانوني فعاليت له امله وتړل شو.
همدارنګه نظارتي پلاوي د پاتې نورو موټر پلورنځيو په فعاليتونو کې یو شمېر ستونزې او نيمګړتياوې مشخصې کړې او د یادو ستونزو د حل او د کاري چارو ښه پر مخ وړولو په موخه لازمې توصیې وکړې.
د کنړ ولایت عدلیې رياست په دوامداره توګه له اړوندو برخو څخه نظارت ترسره کوي تر څو د غير قانوني فعاليتونو مخنيوی وشي.