په تېره یوه میاشت کې څه باندې ۳۶ زره کسانو ته حقوقي پوهاوی ورکړل شوی

barekzai_admin
یکشنبه ۱۴۰۴/۵/۱۲ - ۱۴:۴۹
.

 د عدلیې وزارت د حقوقي مرستو رياست په مرکز او ولایتي آمریتونو يې په ولایتونو کې د روان ۱۴۴۷ هـ.ق د محرم‌الحرام د میاشتې په ترڅ کې د ۱۶۶ برنامو په جوړولو سره ۳۶ زره او ‍۷۲۷ تنو هېوادوالو ته حقوقي پوهاوی وړاندې کړی دی.
یادې برنامې د مرکز په شمول د هېواد په ۲۷ ولایتونو کې ترسره شوې، چې د هغو له ډلې څخه  ۵ زره او ۴۳۴  تنه په نيمروز، ۴ زره او ۴۶۵ تنه په غزني، ۳ زره او ۱۲۵ تنه په کابل، ۲ زره ۷۴۰ تنه په غور او پاتې نور په بېلابېلو نورو ولایتونو کې له دغو برنامو څخه برخمن شوي دي.
په دغو برنامو کې ګډونوالو ته د شکمن او تورن د حقوقو، د اسلامي شریعت د حکمونو په رڼا کې د ماشومانو د روزنې، پر اولادونو د مور او پلار د حقوقو، نشه يي توکي او د هغو احکام، غصب او د ورته نورو مهمو موضوعاتو په اړه پوهاوی ورکړل شوی دی. 
دغه راز په دغو برنامو کې د حقوقي مرستې د څانګې مسلکي غړو په مرکز او ولایتونو کې د ګډونوالو پوښتنو ته ځوابونه ورکړي او د بېلابېلو موضوعاتو په اړه یې هغوی ته حقوقي مشورې وړاندې کړي.
د عدلیې وزارت، د مرکز په ګډون د هېواد په ټولو ولایتونو کې د حقوقي پوهاوي ورکولو برنامې جوړوي او موخه یې دا ده چې خلک د خپلو حقوقو، وجایبو او مکلفیتونو په اړه پوهاوی ترلاسه کړي.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۵/۱۴ - ۱۵:۳۱
Background image

د عدلیې وزارت د رهبري شورا ناسته جوړیدل

 د اسلامي امارت د عدلیې وزارت د رهبري شورا ناسته د صفرالمظفر د مياشتې په ۱۱مه نېټه د سه‌شنبې په ورځ د عدلیې وزارت د مسلکي معین، محترم شیخ الحدیث مولوي عبدالکریم حیدر په مشرۍ او د دغه. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۵/۱۴ - ۱۵:۲۸
Background image

د لغمان ولایت د عدلیې ریاست اداري ناسته جوړیدل

 د لغمان د عدلیې ریاست اداري ناسته د صفر‌المظفر د مياشتې په ۹ مه نېټه د یکشنبې په ورځ د یاد ولایت د عدليې رئیس، مولوي عبدالستار حماس په مشرۍ او د دغه ریاست د آمرینو او کارکوونکو په ګډون. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۵/۱۴ - ۱۵:۱۸
Background image

د پروان ولایت د عدلیې ریاست اداري ناسته جوړیدل

 د پروان ولایت د عدلیې ریاست اداري ناسته، د صفر‌المظفر د میاشتې په ۱۰مه نېټه د دوشنبې په ورځ د پروان ولایت د عدلیې رئیس مولوي ګل رسول نصرت په مشرۍ او د یاد ریاست د آمرینو او کارکوونکو. . .

BACK TO NEWS