د کنړ عدليې ریاست د استيناف او ښاري محکمو د ریاستونو له مسؤولینو سره د همغږۍ ناستې وکړې

barekzai_admin
یکشنبه ۱۴۰۴/۵/۵ - ۱۴:۴۴
.

 د کنړ ولایت د عدليې رئيس مولوي روح الله روحاني او ورسره مل پلاوي د محرم‌الحرام د میاشتې په ۲۷مه نېټه د چهار‌شنبې په ورځ د دغه ولایت د استيناف او ښاري محکمو له مسؤولینو سره د همغږۍ ناستې جوړې کړې.
په دغو ناستو کې د قضیو د تفکیک، په ټاکل شوي وخت د قضیو څېړل او حلول، د عامه حقوقو د تلف‌کېدو مخنيوي او د عدليې ریاست او د محکمو ترمنځ د لا زیاتو همغږیو او همکاریو په اړه بحث او خبرې وشوې.
د استيناف او ښاري محکمو مسؤولینو د هر اړخیزو همکاریو د ډاډ ترڅنګ، ټینګار وکړ چې دا ډول ناستې باید دوامداره وي.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۴/۷/۲۳ - ۱۳:۵۸
Background image

په ننګرهار ولایت کې له یو شمېر دارالوکالو څخه نظارت ترسره شو

 د ننګرهار ولایت د عدلیې رياست د مدافع وکيلانو آمريت نظارتي پلاوي، د ربیع‌الآخر د مياشتې په ۱۹ مه نېټه د یکشنبې په ورځ د دغه ولایت د مرکز، جلال آباد ښار اړوند په څلورمه ناحیه کې له ۱۰ د. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۷/۲۳ - ۱۳:۵۲
Background image

په پروان ولایت کې د عریضه لیکنې د فعالیت د جواز له یو شمېر غوښتونکو څخه ازموینه واخیستل شوه

 د پروان ولایت عدلیې رياست د ربیع‌الآخر د مياشتې په ۱۸مه نېټه د ‌شنبې په ورځ، په یاد ولایت کې د عریضه لیکنې د فعالیت د جواز له ۱۶ تنو غوښتونکو څخه د ارزونې او د ازموینې اخیستلو برنامه د. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۷/۲۳ - ۱۳:۴۴
Background image

په لغمان ولایت کې د معاملاتو لارښوونې له یو شمېر دفترونو څخه نظارت ترسره شو

 په لغمان ولایت کې د کورونو د کرایې د کنټرول ګډې کمېټې د ربیع‌الآخر د مياشتې په ۱۹مه نېټه د ‌یکشنبې په ورځ د یاد ولایت په مرکز مهترلام ښار کې د معاملاتو لارښوونې یو شمېر دفترونه او. . .

BACK TO NEWS