د پکتیا ولایت د عدلیې رئيس د ځاځي اریوب ولسوالۍ له مسؤولينو سره وکتل

barekzai_admin
پنجشنبه ۱۴۰۳/۱۱/۱۸ - ۱۰:۳۰
.

د پکتیا ولايت د عدلیې رئيس مولوي فاتح الله فاتح او له هغه سره مل پلاوي، د یاد ولایت د ځاځي اریوب ولسوالۍ ته سفر وکړ او د یادې ولسوالۍ له ولسوال مولوي رحمت ولي حميدي او نورو سیمه ییزو مسؤولينو سره وکتل.
د دې کتنې په ترڅ کې د پکتیا ولایت د عدلیې رئيس د یو شمېر موضوعاتو په اړه خبرې وکړې او د ځمکو له غصب څخه د مخنيوي په برخه کې یې په لا زیاتې همغږۍ ټينګار وکړ.
نوموړي د امارت د قضایاو د مدیریتونو، د حقوقي مساعدینو، مدافع وکیلانو، خیریه بنسټونو، د معاملاتو لارښوونې او عریضه لیکونکو په برخو کې ستونزې د یادۍ ولسوالۍ له ولسوال او سیمه ییزو مسؤولینو سره شریکې کړې چې هغوی د دغو ستونزو د حل کولو  ډاډ ورکړ.
همدارنګه په دې سفر کې د عدلیې رئيس د ځاځي اریوب ولسوالۍ د امارت د قضاياو له عمومي مديریت څخه هم ليدنه وکړه، د هغوی ستونزې یې له نږدې واورېدې.
د عدلیې رئیس د یادې ولسوالي د امارت د قضاياو عمومي مديريت ستونزو ته د رسيدګي په برخه کې ډاډ ورکړ او زياته یې کړه چې عدلیې رياست تل له دوی سره همکاري کوي.
د پکتیا ولایت د عدلیې رياست د ښې همغږۍ، د شته ستونزو د لرې کولو او د کاري خنډونو له‌منځه وړلو په موخه د یاد ولایت د نورو ولسوالیو له مسؤولینو سره هم د همغږۍ ناستې جوړوي.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۱۰/۳۰ - ۱۴:۳۱
Background image

په بلخ ولایت کې له يو شمېر دارالوکالو څخه نظارت ترسره شو

 د شمال زون د مدافع وکيلانو آمريت نظارتي پلاوي د رجب المرجب د میاشتې په ۲۳مه نېټه د ‌سه‌شنبې په ورځ د بلخ ولایت د مرکز، مزار شريف ښار اړوند په پنځمه ناحیه کې  له ۱۳ دارالوکالو څخه نظارت. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۱۰/۳۰ - ۱۴:۵
Background image

په هرات ولایت کې له يو شمېر دارالوکالو څخه نظارت ترسره شو

د هرات ولایت د عدلیې رياست نظارتي پلاوي د رجب المرجب د میاشتې په ۲۲مه نېټه د دو‌شنبې په ورځ، په یاد ولایت کې له ۸ دارالوکالو څخه نظارت ترسره کړ او د هغو فعالیتونه یې بررسي کړل.
نظارتي. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۱۰/۳۰ - ۱۳:۴۴
Background image

په کندوز ولایت کې د معاملاتو لارښوونې له ۹ دفترونو څخه نظارت ترسره شو

 د کورونو د کرایې د کنټرول ګډې کمېټې په کندوز ولایت کې د کورونو د کرایې د کنټرول په موخه، د رجب المرجب د مياشتې په ۲۳مه نېټه د سه‌شنبې په ورځ په کندز ښار کې د معاملاتو لارښوونې له ۹ دفت. . .

BACK TO NEWS