د بادغیس ولایت تخنیکي هیئت د خپلو یو کلنو فعالیتونو راپور د یاد ولایت له والي سره شریک کړ
د بادغیس ولایت د ځمکو د غصب د مخنیوي د تخنیکي هیئت رئیس او غړو د رجب المرجب د میاشتې په ۱۹ نېټه د چهارشنبې په ورځ د یاد ولایت له والي ملا عبدالصمد جاوید سره وکتل.
یاد هیئت په دې کتنه کې چې د ولایت د مقام په مقر کې جوړه شوه، د تخنیکي هیئت د بادغیس له والي سره د یو کلنو فعالیتونو راپور شریک کړ. د یاد راپور په اساس په تېر یو کال کې د یاد ولایت په مرکز او ۸ ولسوالیو کې سلګونه جریبه امارتي ځمکې بررسي، تثبیت او استرداد شوي دي.
دغه راز په دې کتنه کې د تخنیکي هیئت ستونزې او ننګونې چې په کارونو کې د خنډ او ځنډ لامل ګرځي بحث او بررسۍ لاندې ونیول شوې او د بادغیس والي په دې هکله له تخنیکي هیئت سره د هر اړخیزې همکارۍ ژمنه وکړه.
