په سرپل ولایت کې څه دپاسه د ۴۳۵۰۰ جریبه ځمکې بررسي

د سرپل ولایت د ځمکو د غصب د مخنیوي د تخنیکي هیئت ناسته د ربیع الاول د میاشتې په ۲۵ نېټې د سه شنبې په وځ د دغه هيئت د رئیس او غړو په حضور سره جوړه شوه او د ځمکو د غصب اړوند یو شمېر دوسیې په کې بحث او بررسۍ لاندې ونیول شوې او په دغې برخه کې لازم تصمیمونه ونیول شول.
په دغې ناسته کې د یاد ولایت د ګوسفندي ولسوالۍ د کاریز سیمې د ۴۳ زره او ۵۰۰ جریبه ځمکې دوسیه چې د کرنې ریاست د څړځایونو د اساس په دفتر کې ثبت شوې او اوس مهال غصب لاندې ده، بحث او بررسۍ لاندې ونیول شوه او تصمیم ونیول شو چې له ساحې څخه له نږدې لیدنه وشي.
بله ورځ له تخنیکي هیئت څخه یو ګروپ ګوسفندي ولسوالۍ ته ولاړ او یاده شوې ځمکه یې له نږدې بررسي، کروکي او سکیچ کړه او د هغې مساحت یې تعیین کړ.