د ننګرهار ولایت د ځمکو د غصب د مخنیوي د تخنیکي هیئت د ناستې جوړیدل
د ننګرهار ولایت د ځمکو د غصب د مخنیوي د تخنیکي هیئت ناسته د ذوالحجې د میاشتې په ۳ نېټه د چهارشنبې په ورځ د دغه هیئت د رئیس او غړو په حضور سره جوړه شوه.
په دغې ناسته کې، یاد هیئت د سید اسحاق ګیلاني ښارګوټي د قبالې تطبیق او په ساحه کې د ۴۱۰ جریبه ځمکې د موجودیت او یا عدم موجودیت په اړه په کې بحث وکړ او پریکړه وکړه چې دغې برخه کې استعلامونه وویشل شي او په اړه یې کره معلومات راټول شي.
دغه راز په یاده ناسته کې د کامې ولسوالۍ د خاصې کامې په ساحه کې په اجارې ورکړل شوې ځمکې په اړه بحث وشو او پریکړه وشوه چې راتلونکې اوونۍ تعیین شوی هیئت ساحې ته ولاړ شي او دکادستر نقشه په کې تطبیق کړي ترڅو د هغې امارتی یا شخصي توب مشخص شي.
