د پکتیا ولایت د تخنیکي هیئت له خوا پر ۷۰۰ جریبه ځمکې د کار او تصرفاتو درول

hayat_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۲/۳/۱۶ - ۱۵:۳
.

د پکتیا ولایت د ځمکو د غصب د مخنیوي د تخنیکي هیئت ناسته د ذوالقعدې د میاشتې په ۱۶ نېټه د دوشنبې په ورځ د یاد ولایت د والي، د تخنیکي هیئت د رئیس او غړو په حضور سره جوړه شوه.

په دغې ناسته کې، د تخنیکي هیئت رئیس د دغه هیئت د فعالیتونو په اړه معلومات وړاندې کړی ویې ویل چې دغه ولایت کې د ځمکو د غصب ډېرې قضيې موجودې دي. د نوموړي په وینا، دغه هیئت له دقیقي بررسۍ څخه وروسته په یاد ولایت کې پر ۷۰۰ جریبه ځمکې کار او تصرفات درولې او دغې برخه کې د ولایت د مقام او د مرکزي کمېسیون لارښوونې ته په تمه دي.

د پکتیا ولایت والي له تخنیکي هیئت سره د هر راز همکارۍ ډاډ ورکړ او د یاد هیئت د اجراآتو ښه والي برخه کې لازمې لارښوونې وکړې.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۴/۸/۴ - ۱۱:۴۹
Background image

په کابل ښار کې ۵ دارالوکالې د غيرقانوني فعاليت له امله وتړل شوې

 د اسلامي امارت د عدلیې وزارت د مدافع وکیلانو ریاست نظارتي پلاوي، د تېرې اوونۍ په اوږدو کې د کابل ښار په نهمه ناحیه کې د ۲۳ دارالوکالو فعالیتونه نظارت او بررسي کړل.

د دغه نظارت په ترڅ. . .

یکشنبه ۱۴۰۴/۸/۴ - ۱۱:۳۹
Background image

په غزني ولایت کې د معاملاتو لارښوونې له یو شمېر دفترونو څخه نظارت ترسره شو

 د کورونو د کرایې د کنټرول ګډې کمېټې ټيمونو په غزني ولایت کې په روانه اونۍ کې د غزني ښار اړوند په ځينو سيمو کې د معاملاتو لارښوونې له ۶ دفترونو او ۱۳ استوګنيز بلاکونو څخه نظارت ترسره کړ. . .

یکشنبه ۱۴۰۴/۸/۴ - ۱۱:۲۸
Background image

د غزني ولایت د عدليې او ښاروالۍ رياستونو ترمنځ د همغږۍ ناسته ترسره شوه

 د غزني ولایت د عدليې او ښاروالۍ ریاستونو ترمنځ د همغږۍ ناسته د ربیع‌الآخر د میاشتې په ۲۸مه نېټه، د سه‌شنبې په ورځ، د دواړو ریاستونو د رئیسانو او اړوندو مسؤولینو په ګډون د ښاروالۍ ریاست. . .

BACK TO NEWS