په کندوز ولایت کې د عریضهلیکونکو د مسلکي ظرفیت لوړولو لپاره زدهکړیزه برنامه جوړه شوه
د کندوز ولایت د عدلیې ریاست د کندوز ښار یو شمېر عریضهلیکونکو ته د عریضهلیکنې د اصولو تر عنوان لاندې درې ورځنۍ زدهکړییزه برنامه جوړه کړه چې د رجب المرجب د مياشتې په ۱ نېټه د دوشنبې په ورځ پای ته ورسیده.
د کندوز عدلیې رئیس، قاري فراحالدین محمدي دیادې زده کړهییزې برنامې په پای کې عریضه لیکونکو ته سپارښتنه وکړه چې د عریضو د لیکنې پر مهال د عریضه لیکنې اصولو او قوانینو ته پاملرنه وکړي ترڅو د هېوادوالو له سرګردانۍ او د وخت ضایع کېدو څخه مخنیوی وشي.
د کندوز د عدلیې رياست په اړوندو برخو کې خلکو ته استانتياوو رامنځته کولو په موخه وخت په وخت عريضه ليکونو ته زده کړییزې برنامې ترسره کوي.
