په کندز ولایت کې د ۴۰۰۰ جریبه امارتي ځمکې تثبیت

hayat_admin
دوشنبه ۱۴۰۲/۸/۲۹ - ۱۱:۲۹
.

د کندز ولایت د ځمکو د غصب د مخنیوي د تخنیکي هیئت ناسته د جمادي الاول میاشتې په ۵ نېټې د یکشنبې په ورځ د دغه هیئت د رئیس او غړو په حضور سره جوړه شوه او د ځمکو د غصب اړوند یو شمېر دوسیې په کې بحث او بررسۍ لاندې ونیول شوې.

په دغې ناسته کې، د امام صاحب ولسوالۍ د باسوسو ساحې د ۵۷ جریبه ځمکې، د آقتاش ولسوالۍ د کهنه کلا ساحې د ۱۶۰ جریبه ځمکې، د پوهنتون په سړک کې د تېلو یو ټانک او د یاد ولایت د قوشتپې ولسوالۍ د ۱.۵ جریبه ځمکې دوسیې بحث او بررسۍ لاندې ونیول شوې او په دې هکله لازمې لارښوونې وشوې.

وروسته یاد هیئت د یاد ولایت خان آباد ولسوالۍ ته ولاړ او د یادې ولسوالۍ په ایشان توپ او زردکمر ساحو کې کابو ۴ زره جریبه ځمکه امارتي تثبیت او تشخیص کړه او د راتلونکو اجراآتو په موخه اړوندو مسؤلینو ته لازمې لارښوونې وکړې.

په همدې توګه یاد هیئت د دغه ولایت د آقتاش ولسوالۍ کهنه کلا ساحې ته ولاړ او ۱۶۰ جریبه ځمکه یې له نږدې ولیدله او بررسي کړه او د دغې ساحې د تصرف مخنیوي په منظور یې د یادې ولسوالۍ د کرنې مدیر ته لازمې لارښوونې وکړې.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۴/۴/۱۲ - ۱۰:۵۷
Background image

په کنړ ولایت کې له يو شمېر دارالوکالو څخه نظارت ترسره شو

د کنړ ولایت د عدلیې رياست د حقوقي مرستو آمریت نظارتي پلاوي د محرم‌الحرام د مياشتې په ۶مه نېټه د چهار‌شنبې په ورځ، د دغه ولایت په مرکز اسعد آباد ښار کې له یو شمېر دارالوکالو څخه نظارت. . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۴/۱۲ - ۱۰:۴۸
Background image

په غزني ولایت کې د «حکیم سنايي ښارګوټی» په نامه څه‌باندې ۲۸۷ جریبه ځمکه د اختصاصي محکمې د پرېکړې په اساس امارتي تثبیت شوه

 د مرکزي زون د غصب شویو امارتي ځمکو قضیو ته د رسیدګۍ اختصاصي محکمې د غزني په مرکز کې د «حکیم سنايي ښارګوټی» په نامه، د څه‌باندې ۲۸۷ جریبه ځمکې د سندونو او مدارکو په بررسۍ سره پرېکړه. . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۴/۱۲ - ۱۰:۲۷
Background image

د کابل ښار په دوهمه ناحیه کې له یو شمېر دارالوکالو څخه نظارت ترسره شو

 د اسلامي امارت د عدلیې وزارت د مدافع وکیلانو ریاست نظارتي پلاوي، د کابل ښار په دوهمه ناحیه کې د یو شمېر دارالوکالو فعالیتونه نظارت او بررسي کړل.
دغه نظارت او بررسي د محرم‌الحرام د. . .

BACK TO NEWS