په کندز ولایت کې د ۲۲۵۰جریبه امارتي ځمکې استرداد
د کندز ولایت د ځمکو د غصب د مخنیوي د تخنیکي هیئت ناسته د ربیع الثاني د میاشتې په ۲۹ نېټې د دوشنبې په ورځ د دغه هیئت د رئیس او غړو په حضور سره جوړه شوه او د ځمکو د غصب اړوند یو شمېر دوسیې په کې بحث او بررسۍ لاندې ونیول شوې.
په دغې ناسته کې، د قلعه ذال ولسوالۍ د خطب قشلاق ۴۰ جریبه ځمکې دوسیه بحث او بررسۍ لاندې ونیول شوه او امارتي ثبیت شوه او له تخنیکي هیئت څخه یو ټیم د یادې ساحې د سندونو د تطبیق، د سکیچ او کروکۍ په غرض توظیف شو. دغه راز د قلعه ذال ولسوالۍ د چهارګل تپې د ۵۰ جریبه ځمکې دوسیه له بررسۍ څخه وروسته شخصي تثبیت شوه او لارښوونه وشوه چې د هغې دوسیه بیا اړوندې محکمې ته مسترد شي.
یاد هیئت د ګلتپې ولسوالۍ د خروټو ۷ جریبه ځمکه له بررسۍ څخه وروسته استرداد کړه او د یو کال مودې لپاره یې د اجارې ورکونې بهیر د پړاوونو تېرولو لارښوونه صادر کړه.
له ناستې څخه وروسته د تخنیکي هیئت رئیس او غړي علي آباد ولسوالۍ ته ولاړ او د ساحې له لیدنې او بررسۍ څخه وروسته د خان آباد ولسوالۍ له سړک څخه پورته او د حاجي حسین د دښتې د ساحو کابو ۲۲۵۰ جریبه امارتي ځمکه استرداد کړه او د هغو له غیر شرعي ذوالید سره د اجارې ورکونې بهیر د پړاوونو تېرولو لارښوونه صادر کړه.
