په شپږو ولایتونو کې ۵۲۰ تنو ته حقوقي پوهاوی وړاندې شوې

barekzai_admin
چهارشنبه ۱۴۰۳/۴/۶ - ۱۵:۲
.

د عدلیې وزارت د حقوقي مرستو رياست، په مرکز او ولایتي امریتونو یې په پنځو نورو ولایتونو کې ۵۲۰ تنو ته د حقوقي پوهاوي ورکولو برنامې وړاندې کړي دي.

دغه برنامې چې د ذوالحجې د مياشتې په ۱۸ مه نېټه د سه شنبې  په ورځ د مرکز په ګډون په بلخ، بادغیس، غور، پروان او بغلان ولايتونو کې وړاندې شوې او په ترڅ کې یې د عدلیې وزارت د پېژندنې، د اسلام او شریعت په رڼا کې د اولادونو روزنه، د هېوادوالو د حقوقو او مکلفیتونو او د ورته نورو مهمو موضوعاتو په اړه پوهاوی ورکړل شو.

د عدلیې وزارت د کابل په ګډون د هېواد په ټولو ولایتونو کې د حقوقي پوهاوي ورکولو  برنامې جوړوي او موخه یې دا ده چې خلک په خپلو حقوقو پوه شي او د خپل ورځني ژوند د حقوقي ستونزو په لرې کولو کې ورڅخه ګټه پورته کړي.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۴/۴/۹ - ۱۴:۵
Background image

د ژباړې د فعالیت د جواز له یو شمېر غوښتونکو څخه ازموینه واخیستل شوه

 د عدليې وزارت د قانون جوړونې عمومي رياست د تقنیني سندونو د ژباړې او د رسمي سندونو د تصدیق رياست د ژباړې د کیفیت لوړولو په موخه، د محرم‌الحرام د مياشتې په ۳ مه نېټه د یکشنبې په ورځ د. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۴/۹ - ۱۴:۰
Background image

په نیمروز ولایت کې د معاملاتو لارښوونې له ۱۶ دفترونو څخه نظارت ترسره شو

 د نيمروز ولایت د عدلیې رياست نظارتي پلاوي، د ذوالحجې د مياشتې په ۲۸ مه نېټه د چهارشنبې په ورځ د دغه ولايت په مرکز، زرنج ښار کې د معاملاتو لارښوونې له ۱۶ دفترونو څخه نظارت ترسره کړ او د. . .

شنبه ۱۴۰۴/۴/۷ - ۱۳:۵۱
Background image

په ننګرهار ولایت کې د ۷۰ جریبه ځمکې بررسي کېدل

 د ننګرهار ولایت د ځمکو له غصب څخه د مخنیوي تخنیکي هیئت ناسته د ذوالحجې د مياشتې په ۲۸ مه نېټه د چهارشنبې په ورځ، د دغه هيئت د رئيس او غړو په ګډون جوړه شوه.
د تخنيکي هيئت په دې ناسته کې. . .

BACK TO NEWS