په جوزجان ولایت کې کابو د ۳۵۰ جریبه ځمکې بررسي کېدل

barekzai_admin
چهارشنبه ۱۴۰۳/۴/۲۰ - ۹:۹
.

د جوزجان ولایت د ځمکو د غصب مخنیوي د تخنیکي هیئت ناسته د محرم الحرام مياشتې په ۱ نېټه د یکشنبې په ورځ د دغه هیئت د رئیس او غړو په حضور سره جوړه شوه.

د تخنیکي هيئت په ياده ناسته کې، د یاد ولایت د مرکز اړوند «لب جر قریش» په کلي کې د ۳۳۱،۵ جریبه امارتي ځمکې، د قرقين ولسوالۍ په شورتپې کلي د ۱۲،۵ جریبه امارتي ځمکې او د یادې ولسوالۍ په جوی سرای کلي کې د ۳۰ جریبه ځمکې دوسیې تر بحث او بررسۍ لاندې ونيول شوې او پرېکړه وشوه چې دوسیې یې بشپړه شي.

همداراز په ياده ناسته کې په جوزجان ولایت کې د دعوا لاندې ځمکو اړوند د یو شمېر نورو دوسیو په اړه هم بحث وشو.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۴/۹/۱۳ - ۱۲:۴
Background image

په هرات ولایت کې د معاملاتو لارښوونې له يو شمېر دفترونو څخه نظارت ترسره شو

 د هرات ولایت د کورونو د کرایې د کنټرول ګډې کمېټې، د جمادی‌الآخرة د مياشتې په ۴ مه نېټه د سه‌شنبې په ورځ د هرات ښار په څلورمه ناحيه کې  د معاملاتو لارښوونې له ۹ دفترونو څخه نظارت ترسره. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۹/۱۲ - ۱۰:۵۷
Background image

د عدلیې وزارت د تېرې یوې میاشتې په ترڅ کې د معاملاتو لارښوونې ۶ دفترونه د سرغړونو او ناقانونه فعالیت له امله تړلي دي

 د عدلیې وزارت د انسجام عمومي رياست د معاملاتو لارښوونې او د عريضه ليکوونکو د چارو رياست نظارتي پلاوي، د  روان کال په لړم (عقرب) میاشت کې په کابل ښار کې د معاملاتو لارښوونې ۸۵ دفترونه. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۹/۱۲ - ۱۰:۵۰
Background image

د یوې میاشتې په اوږدو کې د عدلیې وزارت لخوا د ۹۳۸۳ رسمي سندونو د ژباړې تصدیق

 د عدليې وزارت د قانون جوړونې عمومي ریاست د تقنیني سندونو د ژباړې او رسمي سندونو د تصدیق ریاست د روان کال د لړم (عقرب) میاشتې په ترڅ کې د ۹۳۸۳ رسمي سندونو ژباړې یې تصدیق کړي دي.

له دغو. . .

BACK TO NEWS