په اتو ولایتونو کې څه باندې زرو تنو ته حقوقي پوهاوی وړاندې شو

د عدلیې وزارت د حقوقي مرستو رياست، په مرکز او ولایتي امریتونو یې په اوو نورو ولایتونو کې ۱۰۰۵ تنو ته د حقوقي پوهاوي ورکولو برنامې وړاندې کړي دي.
دا برنامې د ذوالحجې د میاشتې په ۲۶ او ۲۷ مه نېټه د چهارشنبې او پنجشنبې په ورځو کې د مرکز په ګډون بلخ، بادغیس، کنړ٬ پروان٬ سرپل٬ سمنګان او کاپیسا ولايتونو کې وړاندې شوې او په ترڅ کې یې د عدلیې وزارت د پېژندنې، د اسلام او شریعت په رڼا کې د اولادونو روزنه، د هېوادوالو د حقوقو او مکلفیتونو او د ورته نورو مهمو موضوعاتو په اړه پوهاوی ورکړل شو.
د عدلیې وزارت د کابل په ګډون د هېواد په ټولو ولایتونو کې د حقوقي پوهاوي ورکولو برنامې جوړوي او موخه یې دا ده چې خلک په خپلو حقوقو پوه شي او د خپل ورځني ژوند د حقوقي ستونزو په لرې کولو کې ورڅخه ګټه پورته کړي.