سمنګان ولایت ته د ځمکو د غصب د مخنیوي کمېسیون د مشرتابه پلاوي سفر

hayat_admin
دوشنبه ۱۴۰۲/۷/۳ - ۱۱:۳۶
.

د ځمکو د غصب د مخنیوي او د غصب شویو ځمکو د استرداد کمېسیون مشرتابه پلاوي د عدلیې وزارت د سرپرست او د یاد کمېسیون د رئیس شیخ الحدیث مولوي عبدالحکیم شرعي په مشرۍ د ربیع الاول د میاشتې په ۹ نېټې د یکشنبې په ورځ د ځمکو د غصب اړوندو دوسیو د بررسۍ په منظور سمنګان ولایت ته سفر وکړ او د دغه ولایت له مقاماتو او سیمه ییزو مسؤلینو سره یې وکتل او خبرې ورسره وکړې.

په دغه سفر کې دکور او ښار جوړولو د وزارت سرپرست مولوي حمدالله نعماني، د کرنې او اوبو لګولو د وزارت سرپرست مولوي عطاء الله عمري، د چارو د ادارې لوی رئیس شیخ الحدیث مولوي نورالحق انور، د سترې محکمې استازي شیخ عبدالصمد حقاني او د امارت د قضایاو لوی رئیس او د دغه کمېسیون سکرتر مولوي احسان الله وثیق او د یاد کمېسیون نورو غړو د عدليې له وزیر سره ملتیا وکړه.

د یاد کمېسیون مشرتابه د سمنګان له والي ملا عبدالاحد فضلي او د دغه ولایت د نورو مقاماتو او سیمه ییزو مسؤلینو په حضور سره په یوې ناسته کې د ځمکو د غصب د مخنیوي په اړه خبرې وکړې او ولایتونو ته یې د خپلو سفرونو موخې بیان کړې.

د عدلیې وزارت سرپرست شیخ الحدیث مولوي عبدالحکیم شرعي د کمېسیون د اهمیت په تړاو خبرې وکړې او هم يې د کمېسیون تشکیل، دندې او واکونه او د اړوندې اختصاصي محکمې د جوړیدلو څرنګوالی تشریح کړ.

په یاده ناسته کې نوموړي له علماوو څخه وغوښتل چې د ځمکو د غصب دنیوي او اخروي قبیحتونو په اړه خلکو ته پوهاوی ورکړي. دغه راز نوموړي د ځمکو د غصب د مخنیوي د تخنیکي هیئت او د سمنګان د محلي ادارو ترمنځ د همغږۍ په ټینګار سره، له هیئت او کمېسیون سره د ولایت د مقام او نورو ادارو د همکارۍ غوښتنه وکړه.

د کمېسیون نورو غړو هم د یاد کمېسیون له جوړیدلو څخه تر دې دمه د کاري بهیر او فعالیتونو په اړه چې له امله یې د هیواد په کچه د زرګونو جریبو ځمکو د تثبیت او استرداد سبب شوی دی، مفصلې خبرې وکړې.

په یاده ناسته کې د سمنګان والي د ځمکو د غصب د مخنیوي کمېسیون مشرتابه ته ډاډ ورکړ چې د ولایت مقام تل له کمېسیون او اړوند تخنیکي هیئت سره همکار دی او په دې برخه کې له خپلو موجودو امکاناتو څخه ډډه نه ده کړې. دغه راز نوموړي وویل چې د ادارو ترمنځ بشپړه همکارې شتون لري.

د ځمکو د غصب د مخنیوي کمېسیون مشرتابه پلاوي په سمنګان ولایت کې د ځمکو د غصب اړوند یو شمېر دوسیې هم بررسي کړې او په دغې برخه کې د یاد ولایت تخنیکي هیئت ته لازمې لارښوونې وکړې.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۷/۲۹ - ۱۱:۴۱
Background image

په ننګرهار ولایت کې د معاملاتو لارښوونې ۲ دفترونه د غیر قانوني فعاليت له امله وتړل شول

 د ننګرهار ولایت د عدليې ریاست نظارتي پلاوي، د ربیع‌الآخر د مياشتې په ۲۵ مه نېټه د ‌شنبې په ورځ د دغه ولایت مرکز جلال‌آباد ښار اړوند په شپږمې ناحیه کې د معاملاتو لارښوونې له ۱۲ دفترونو. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۷/۲۹ - ۱۱:۲۹
Background image

په کابل ښار کې ۲ دارالوکالې د غيرقانوني فعاليت له امله وتړل شوې

 د اسلامي امارت د عدلیې وزارت د مدافع وکیلانو ریاست نظارتي پلاوي، د کابل ښار په څلورمه ناحیه کې د یو شمېر دارالوکالو فعالیتونه نظارت او بررسي کړل.

دغه نظارت او بررسي د ربیع‌الآخر د. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۷/۲۹ - ۱۱:۱۸
Background image

په کندز ولایت کې د معاملاتو لارښوونې له ۶ دفترونو څخه نظارت ترسره شو

 د کورونو د کرایې د کنټرول ګډې کمېټې ټيمونو په کندز ولایت کې د کورونو د کرایې د کنټرول په موخه، د ربیع‌الآخر د مياشتې په ۲۶مه نېټه د یکشنبې په ورځ د کندز ښار اړوند په پنځمه ناحیه کې د. . .

BACK TO NEWS