د کابل ښار په حوزو کې د پوهاوي په موخه د حقوقي برنامو دائرول

waheed
دوشنبه ۱۴۰۰/۹/۲۹ - ۹:۱

د افغانستان اسلامي امارت د عدلیې وزارت، د ښه او موثر خدمتونو د وړاندې کولو په موخه مجاهدینو او د  لومړۍ، دویمې، نهمې، یوویشتمې او د کابل د ده سبز ولسوالۍ مسئولینو ته د پوهاوي برنامه دائر کړه.

چې په دغه برنامې کې د عدلیې وزارت د قانون جوړونې او علمي څېړنو د چارو د انستیتوت عمومي رئیس ښاغلي مولوي سعیدالله حنفي لخوا مجاهدینو او د حوزو اړوند مسئلینو ته د افغانستان د اسلامي امارت موخې او داعیې روښانه او تشریح شوې، او د خپلو کاري برنامو اړوند حقوقي پوهاوی او اړینې اصولي لارښوونې ورته وشوې.

همدارنګه د عدلیې وزارت خلکو ته د ښه او موثر خدمتونو په موخه د دغه برنامو دائرول مهم او اړین وګڼل،چې په همدې تړاو دغه لړۍ وس هم د کابل په ټولو حوزو او ولسوالیو کې ادامه لري.  

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۲۴ - ۱۴:۱۵
Background image

د عدلیې وزارت څلور تنه مرکزي رئیسان معرفي شول

 د عدلیې وزارت څلور تنه مرکزي رئیسان چې د یاد وزارت د وړاندیز او د ریاست الوزراء عالي مقام د منظورۍ پر بنسټ تعیین شوي دي، د عدلیې وزیر محترم شیخ الحدیث مولوي عبدالحکیم شرعي او نورو مسؤو. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۲۴ - ۱۴:۳
Background image

په هرات ولایت کې د معاملاتو لارښوونې له ۱۷ دفترونو څخه نظارت ترسره شو

 د هرات ولایت د عدلیې رياست نظارتي پلاوي د رجب‌المرجب د مياشتې په ۲۰ مه نېټه د شنبې په ورځ، په هرات ښار کې د معاملاتو لارښوونې له ۱۷ دفترونو څخه نظارت ترسره کړ او د هغو فعاليتونه یې. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۲۴ - ۱۳:۵۲
Background image

په پکتیا ولایت کې له یو شمېر موټر پلورنځيو څخه نظارت ترسره شو

 د پکتیا ولایت د عدليې ریاست نظارتي پلاوي، د رجب‌المرجب د مياشتې په ۲۱مه نېټه د یکشنبې په ورځ، د دغه ولایت په مرکز ګردیز ښار کې له ۱۱ موټر پلورنځیو څخه نظارت ترسره کړ.

مؤظف نظارتي. . .

BACK TO NEWS