د پکتیکا ولایت د ځمکو د غصب د مخنیوي د تخنیکي هیئت د ناستې جوړیدل
د پکتیکا ولایت د ځمکو د غصب د مخنیوي د تخنیکي هیئت ناسته د ذوالحجې د میاشتې په ۷ نېټه د یکشنبې په ورځ د دغه هیئت د رئیس او غړو په حضور سره جوړه شوه او د څو دوسیو په اړه په کې بحث او د نظرونو تبادله وشوه.
یاد هیئت له یو شمېر مراجعینو او د یوې دعوا له دواړو لورو سره هم وکتل او د هغوی ستونزې او خبرې واورېدلې او هم یې پر یادې دعوا د لازمو اجراآتو لارښوونه وکړه.
دغه هیئت یو شمېر اشخاص چې د تاروخیلو قوم په نوم یوې ساحه کې د ځمکو پر غصب بوخت وو، محبس ته وروپېژندل او له یو شمېر نورو اشخاصو څخه هم ژمنه واخیسته چې ساحه کې نوي تصرفات و نه کړي. یو شمېر نور اشخاص هم چې د غصب او تصرفاتو په تړاو زنداني شوي وو، آزاد شول.
