د پکتیا ولایت د تخنیکي هیئت له خوا پر ۷۰۰ جریبه ځمکې د کار او تصرفاتو درول
د پکتیا ولایت د ځمکو د غصب د مخنیوي د تخنیکي هیئت ناسته د ذوالقعدې د میاشتې په ۱۶ نېټه د دوشنبې په ورځ د یاد ولایت د والي، د تخنیکي هیئت د رئیس او غړو په حضور سره جوړه شوه.
په دغې ناسته کې، د تخنیکي هیئت رئیس د دغه هیئت د فعالیتونو په اړه معلومات وړاندې کړی ویې ویل چې دغه ولایت کې د ځمکو د غصب ډېرې قضيې موجودې دي. د نوموړي په وینا، دغه هیئت له دقیقي بررسۍ څخه وروسته په یاد ولایت کې پر ۷۰۰ جریبه ځمکې کار او تصرفات درولې او دغې برخه کې د ولایت د مقام او د مرکزي کمېسیون لارښوونې ته په تمه دي.
د پکتیا ولایت والي له تخنیکي هیئت سره د هر راز همکارۍ ډاډ ورکړ او د یاد هیئت د اجراآتو ښه والي برخه کې لازمې لارښوونې وکړې.
