د پکتیا د عدلیې رئیس د یاد ولایت د معاملاتو لارښوونو د دفترونو له مسؤولینو سره وکتل

hayat_admin
دوشنبه ۱۴۰۲/۱۱/۳۰ - ۱۱:۱۵
.

د پکتیا ولایت د عدلیې رئیس مولوي محمد رئیس محمدي د شعبان د میاشتې په ۷ نېټه د یکشنبې په ورځ د یاد ولایت د معاملاتو لارښوونو او موټرپلورنځیو د دفترونو له مسؤولینو سره وکتل او خبرې ورسره وکړې.

په دې کتنه کې د پکتیا د عدلیې رئیس د معاملاتو لارښوونو دفترونو په برخه کې د موجودو ستونزو، د یادو دفترونو شرعي او قانوني مسؤولیتونو او د قانون له حکمونو څخه د پیروۍ په تړاو خبرې وکړې او هغوی ته یې لازمې توصیې وکړې.

دغه راز نوموړي د معاملاتو لارښوونو دفترونو مسؤولینو ته د ځمکو د غصب د مخنیوي او د غصب شویو ځمکو د استرداد کمېسیون لارښوونو په اړه معلومات ورکړل او له هغوی څخه یې وغوښتل چې د ځمکو د پېر او پلور په وخت له زیات دقت څخه کار واخلي ترڅو پر اشخاصو باندې امارتي ځمکې و نه پلورل شي.

نوموړي په ښارګوټو کې د پېر او پلور په اړه هم لارښوونه وکړه چې د یادو دفترونو مسؤولین، په هغو ښارګوټو کې د پېر او پلور معاملات ترسره کړي چې د محاکمو یا کمېسیون قطعي پریکړه له ځان سره ولري چې د هغو په ګټه صادر شوي وي.

د عدلیې رئیس د معاملاتو لارښوونو دفترونو ته د یوې اتحادیې جوړولو وړاندیز هم وړاندې کړ ترڅو د عدلیې ریاست او د هغوی ترمنځ د همغږۍ د لازیاتې پیاوړتیا سبب شي.

له بلې خوا د معاملاتو لارښوونو دفترونو مسؤولینو هم په دې کتنه کې خپلې ستونزې د عدلیې له رئیس سره شریکې کړې.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۷/۲۹ - ۱۱:۴۱
Background image

په ننګرهار ولایت کې د معاملاتو لارښوونې ۲ دفترونه د غیر قانوني فعاليت له امله وتړل شول

 د ننګرهار ولایت د عدليې ریاست نظارتي پلاوي، د ربیع‌الآخر د مياشتې په ۲۵ مه نېټه د ‌شنبې په ورځ د دغه ولایت مرکز جلال‌آباد ښار اړوند په شپږمې ناحیه کې د معاملاتو لارښوونې له ۱۲ دفترونو. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۷/۲۹ - ۱۱:۲۹
Background image

په کابل ښار کې ۲ دارالوکالې د غيرقانوني فعاليت له امله وتړل شوې

 د اسلامي امارت د عدلیې وزارت د مدافع وکیلانو ریاست نظارتي پلاوي، د کابل ښار په څلورمه ناحیه کې د یو شمېر دارالوکالو فعالیتونه نظارت او بررسي کړل.

دغه نظارت او بررسي د ربیع‌الآخر د. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۷/۲۹ - ۱۱:۱۸
Background image

په کندز ولایت کې د معاملاتو لارښوونې له ۶ دفترونو څخه نظارت ترسره شو

 د کورونو د کرایې د کنټرول ګډې کمېټې ټيمونو په کندز ولایت کې د کورونو د کرایې د کنټرول په موخه، د ربیع‌الآخر د مياشتې په ۲۶مه نېټه د یکشنبې په ورځ د کندز ښار اړوند په پنځمه ناحیه کې د. . .

BACK TO NEWS