د پروان ولایت د محبس مسؤولینو او زندانیانو لپاره د حقوقي پوهاوي ورکولو برنامه جوړول

hakeem_admin
چهارشنبه ۱۴۰۲/۱۰/۶ - ۱۴:۲۸
.

د پروان ولایت د عدلیې ریاست د حقوقي مساعدتونو آمریت د جمادي الثاني د میاشتې په ۱۳ نېټه د چهارشنبې په ورځ د پروان ولایت د محبس مسؤولینو او زندانیانو لپاره د حقوقي پوهاوي ورکولو برنامه د یاد محبس په جومات کې جوړه کړه.

په دغې برنامې کې د  یاد ولایت د محبس ۲۴۷ تنو مسؤولینو او زندانیانو ګډون وکړ او د اسلامي امارت د پالیسۍ، د عامه حقوقو پېژندلو، د پولیسو دندې او مسؤولیت او له زندانیانو سره د پولیسو د چلند په اړه، پوهاوی ترلاسه کړ.

د پروان ولایت د محبس مسؤولینو او منسوبینو د یادې برنامې له جوړونکو څخه مننه او قدرداني څرګنده کړه او په راتلونکي کې هم د دغه راز برنامو د دوام غوښتنه وکړه.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۷/۲۹ - ۱۱:۴۱
Background image

په ننګرهار ولایت کې د معاملاتو لارښوونې ۲ دفترونه د غیر قانوني فعاليت له امله وتړل شول

 د ننګرهار ولایت د عدليې ریاست نظارتي پلاوي، د ربیع‌الآخر د مياشتې په ۲۵ مه نېټه د ‌شنبې په ورځ د دغه ولایت مرکز جلال‌آباد ښار اړوند په شپږمې ناحیه کې د معاملاتو لارښوونې له ۱۲ دفترونو. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۷/۲۹ - ۱۱:۲۹
Background image

په کابل ښار کې ۲ دارالوکالې د غيرقانوني فعاليت له امله وتړل شوې

 د اسلامي امارت د عدلیې وزارت د مدافع وکیلانو ریاست نظارتي پلاوي، د کابل ښار په څلورمه ناحیه کې د یو شمېر دارالوکالو فعالیتونه نظارت او بررسي کړل.

دغه نظارت او بررسي د ربیع‌الآخر د. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۷/۲۹ - ۱۱:۱۸
Background image

په کندز ولایت کې د معاملاتو لارښوونې له ۶ دفترونو څخه نظارت ترسره شو

 د کورونو د کرایې د کنټرول ګډې کمېټې ټيمونو په کندز ولایت کې د کورونو د کرایې د کنټرول په موخه، د ربیع‌الآخر د مياشتې په ۲۶مه نېټه د یکشنبې په ورځ د کندز ښار اړوند په پنځمه ناحیه کې د. . .

BACK TO NEWS