د غزني ولایت د تخنیکي هیئت د ناستې جوړیدل او د یاد ولایت له ځینو ساحو څخه لیدنه
د غزني ولایت د ځمکو د غصب د مخنیوي د تخنیکي هیئت ناسته د ذوالقعدې د میاشتې په ۲۵ نېته د چهارشنبې په ورځ د هیئت د رئیس او غړو په حضور سره جوړه شوه او له ځینو ساحو څخه هم لیدنه وشوه.
یاد شوي هیئت له یو شمېر مراجعینو سره هم لیدنه وکړه، د هغوی عریضې واخیستې او د هغوی سندونه یې بررسي کړل.
دغه هیئت له ناستې څخه وروسته د غزني په لویدیځ کې د مهاجرینو له ښاروګوټي او دوو نورو ساحو څخه لیدنه وکړه. یادې شوې ساحې له ډېرې مودې راهیسې غصب شوي. دغه هیئت په ساحه کې نوي تصرفات منع کړل او د یادې ساحې امنیتې مسؤلینو ته یې لازمې لارښوونې وکړې.
په همدې حال کې په اندړ ولسوالۍ کې هم د ولسوال مرستیال، د کرنې مدیر او نور مسؤلین د سلطان باغ ساحې ته ولاړ او د سلمانزیو کوچیانو تصرفات يې په دغې ساحه کې بند کړل، څو کیندل شوې څاګانې ډکې او یو برمه یې هم ویجاړه کړه.
د کرنې ادارې په جاغوري ولسوالۍ کې هم د دغې ولسوالۍ غوجور سیمې په قولیتو ساحه کې پر امارتي ځمکه د یو شخص تصرفات ودرول.
