د جوزجان ولایت د عدليې او استیناف محکمې د ریاستونو ترمنځ د همغږۍ ناسته جوړیدل

د جوزجان ولایت د عدليې ریاست او د دغه ولایت د استیناف محکمې د ریاست ترمنځ د همغږۍ ناسته د محرم الحرام مياشتې په ۳ مه نېټه د سه شنبې په ورځ د جوزجان ولایت د عدليې رئیس مولوي امرالله مصلح، د استیناف محکمې د رئیس مولوي عبدالغني سعيد او د عدليې ریاست د امارت د قضایاو آمريت آمر په ګډون جوړه شوه.
په دغې ناسته کې د ځمکو پر یو شمېر قضایاوو، د ځمکو د غصب پر مخنيوي، د امارتي ځمکو پر تشخيص او تثبیت او ورته نورو مهمو موضوعاتو په اړه خبر اترې وشوې.
په یاده ناسته کې د دغو دواړو ریاستونو د ترمنځ پر لازیاتې همغږۍ او ګډو همکاریو ټینګار وشو او د ستونزو د حل په منظور د دغو داوړو ریاستونو ترمنځ د همغږۍ د ناستو پر جوړلو پرېکړه وشوه.