بسم الله الرحمن الرحیم
د اسلامي امارت د عدلیې وزیر، محترم شیخ الحدیث مولوي عبدالحکیم شرعي لخوا هغو پرلهپسې پوښتنو ته ځوابونه چې د ځینو کړیو او مغرضو رسنیو د منفي تبلیغاتو په تړاو په دې وروستیو کې خپاره شوي دي
په دې وروستیو کې بعضې مغرضې رسنۍ، له ژورنالستي اصولو، قانوني معیارونو او اخلاقي ارزښتونو سره په ښکاره ټکر کې، د عدلیې وزیر جناب مولوي صاحب عبدالحکیم شرعي علیه، یو راپور لاس په لاس کوي، د دې په خاطر چې ملت ته یو وضاحت وي، زموږ خبریال د دې راپور په هکله، له عدلیې محترم وزیر صاحب څخه ځينې پوښتنې مطرح کړي دي چې دا دی ستاسو د خبرتیا لپاره یې وړاندې کوم:
لومړۍ پوښتنه:بعضې مغرضې رسنۍ لکه انترنشنل ستاسو په حق کې دغه وایي چې ستاسو یو زوی دعثمان په نام باندې په کابل جدید کې دفتر خلاص کړی دی؟
ځواب: زه دا نه غواړم د داسې رسنۍ په ځواب کې خپل وخت ضایع کړم ، چې د هغې په رأس کې داسې خلک دي، چې هغه هم زما د وطن، هم زما دفکر او هم زما د نظام دښمنان دي، خو د دې په خاطر چې ملت ته یو وضاحت وي، زه د عثمان په نامه باندې زوی نه لرم او زما په زامنو کې هېڅ یو هم تجارتي دفتر نه لري.
دوه یمه پوښتنه: ویل کېږي چې تاسو د خپلې مېرمنې په نامه باندې ځمکه لری؟
ځواب: زما په خاندان کې د زنانه په نامه باندې نه ځمکه ثبت وه او نه ثبت ده او نه د ما میرمن کومه ځمکه لري که څه هم کوم شرعي یا عرفي مانع نلري.
درېیمه پوښتنه: ستا د زامنو په نام یا د ورونو په نام باندې ځمکې لری یا نه یې لری؟
ځواب: د ځمکو لرل دا هېڅ مانع شرعي نه ده، البته که یې له چا نیولي وي یا یې له چا سره ظلم او زیاتی کړی وي، محاکم شرعي هم شته، نظام شرعي هم شته.
څلورمه پوښتنه: په تیرا کنډو کې کوم تجارتي مرکز ده ویل کېږي چې دا تاسو په زور باندې له کټوازي څخه اخېستی ده او داسې یو قراردادي ته مو ورکړی ده چې له هغه سره ستاسو ورور شریک دی؟
ځواب: محمد میرزا کټوازي د کابل ولایت د بګرامۍ ولسوالۍ د قلعه احمد خان نساجي ساحه کې، د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت په (۷۰۰) جریبه ځمکه د ملکیت دعوی لرله او په هغې کې یې جعل او تزویر کړی وو، دغه راز د کابل ښار د لومړي زون د ابتدائیه محکمې د ۱۴۴۵/۴/۱۰ هـ.ق نېټې (۵۲۲ پر ۴۱۴) ګڼه لیک کې، د کابل ښار د لومړي زون د ابتدائیه محکمې د ۱۴۴۵/۲/۲۱ هـ.ق نېټې (۱۲۲ پر ۱۳۵) ګڼه د تخلیې تجویزي قرار جعلي ښودل شوی او د محمد میرزا کټوازي د حاجی رحیم خان زوی د عبدالکریم لمسي په حق کې د نیولو حکم شوی وو، د همدې مکتوب په اساس، موږ ټولو امارتي وزارتونو او ادارو ته د ۱۴۴۷/۱/۲۷ هـ.ق نېټې (۸۶۷-۹۱۸) ګڼه متحدالمال مکتوب صادر کړ څو له نوموړي سره، د پانګونې او اجارې ټول قراردادونه فسخ کړي. دا مکتوب یو وار بیا د ۱۴۴۷/۶/۱۳ هـ.ق نېټې (۴۶۶۲-۴۷۱۳) ګڼه مکتوب په ذریعه، تعقیب شو، د دې لپاره چې د بیت المال حیف او میل رانشي. زموږ دغه مکتوب ته په کتو سره د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ محترم وزارت له کټوازي څخه دغه د بګرامۍ ولسوالۍ ځمکه هم واپس کړه او د تیرا کنډو ځمکه یې هم واپس کړه او د خپلو اصولو مطابق یې په قراداد ورکړې، دا د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ محترم وزارت کار ده په موږ پورې ارتباط نه لري البته که څوک وایي چې زما ورونه ورسره شریکان دي خپله دې له دې نوي قراردادي څخه پوښتنه وکړي.
کټوازی او ده ته ورته کسان هر څوک چې وي، د هر قوم، د هرې ژبې، د هر فکر خلک چې وي حساب به ورسره کېږي او کومه سرمایه چې د بیت المال ده او دوی خېټې پرې اچولي دي، هغه به له دوی څخه اخېستل کېږي، او بیت المال ته به تسلیمیږي لکه په دې اوسنی هفته کې د شکیب احمدیار په نامه باندې یو شخص چې د تیلو پمپ یې غصب کړی وو، هم پمپ ترې مسترد شو او هم حساب ورسره وشو او د افسوتر ریاست اتلس میلونه او پنځوس زره تخمیناً روپی په دوو ورځو کې ترې حصول شوې. دا د بیت المال حق ده، بیت المال ته وصول شوې.
پنځمه پوښتنه: ستاسو په حق کې ویل کېږي چې سناتوریم کې مو د اهل تشیع کورونه نیولي دي او خپلو اقاربو ته مو تقسیم کړي دي؟
ځواب: د وضاحت په خاطر باندې دا وایم چې د فتحې په اول کال باندې زه کابل ته راغلی یم، په سناتوریم کې ما درې کورونه کرایه کړي دي، یو کور په دېرش زره افغانۍ او دوه په پنځلس، پنځلس زره افغانۍ جمله شپېته زره افغانۍ د میاشتې ما ورکولې او په دې کورونو کې زه سره د ورونو اوسېږم، همدلته کې وم او اوس هم همدلته کې یم. خو دا چې کله په منطقه باندې د امارت لخوا نه او د کمېسیون لخوا نه دعوی وشوه او دوی رسمي وکیلان ودرول له خپله اړخه محکمې ته، محکمې ۱۴۴۶/۵/۸ هـ.ق نېټه ګڼه (۱) (۷۲ پر ۸) نمبر فیصله صادر او دغه تقریباً شل جریبه ځمکه ئې امارتي ملکیت بللی ده او دا کومو کورونو کې چې زه اوسېږم، دا هم په محکوم بها ساحه کې راغلي دي. د فیصلې له صدور څخه وروسته، په دوی باندې موږ بار بار عرض وکړو چې که تاسو کوم ضرورت لری هغه موږ ته ووایئ خو فیصله ومنئ، د دې پرځای چې فیصله ومني، په منطقه کې یې تخریب کاري پیل کړه، اورونه یې واچول، د څاګانو په ډکولو او د دروازو په ماتولو باندې یې شروع وکړه، نو کمېسیون اړ شو چې د ځمکو له غصب څخه د مخنیوي او د امارتي غصب شویو ځمکو د استرداد کمېسیون او د اړوندې اختصاصي محکمې د فیصلې د تطبیق طرزالعمل د (۲۱) مادې مطابق، په دوی باندې جبري تنفیذ وشي، کورونه تخلیه شول او د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ محترم وزارت ته چې دا ځمکه یې مربوط وه وسپارل شوه، ځکه محکمې دغسې حکم کړی وو، او د عالقدر امیرالمؤمنین حفظه الله تعالی د ۱۴۴۵/۴/۲۲ هـ.ق نېټې د (۲۱۶۶) ګڼه حکم په اساس، د کمېسیون تر نظارت لاندې، د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ محترم وزارت د مختلفو ولایاتو، مختلفو ادارو خلکو ته دغه ځایونه په کرایه باندې ورکړل تقریباً د اکثریت مطلق ولایتونو او داکثریت مطلق ادارو خلک دلته کې موجود دي، زه او ورونه مو هم په دغه جمله کې یو چې پخوا مو هغه شخص ته کوم چې ځان یې مالک بللو، کرایه ورکوله او پس له فیصلې څخه زه او ورونه مې د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت ته کرایه ورکوو.
شپږمه پوښتنه: اهل تشیع ادعا لري چې زموږ سره شخصي دښمني کېږي یا فکري دښمني کېږي، زموږ مقبرې رابندوي، زموږ مسجدونه رابندوي یا زموږ شهرکونه رابندوي؟
ځواب: د عالیقدر امیرالمؤمنین حفظه الله تعالی لخوا د ځمکو له غصب څخه د مخنیوي او د غصب شویو ځمکو د استرداد کمېسیون په رأس کې زه یم او دا د ځان مسئولیت ګڼم او ټول ملت ته دا اطمینان ورکوم چې دغه وجیبه به زه سر ته رسوم ان شاءالله. خلک یې چې په هر نام باندې تعبیروي خو د نورو غاصبینو په شکل باندې، اهل تشیع هم غصب کړی ده یا د مسجد په نام یا د مقبرې په نام یا د شهرک په نام باندې خو د مسئولیت په بناء باندې، په یو قسم تعامل، ټول ملت سره روان ده، لکه څرنګه چې په نورو خلکو باندې کار بندېږي، په نورو خلکو باندې مقبره بندېږي په هغه شکل باندې موږ په دوی باندې هم بندې کړې دي او دا کوم قومي یا فکري یا مذهبی یا سیاسي تعصب سره هېڅ تړاو نه لري. دا حقوقي موضوعات دي د ټول ملت مشترک مال ده، البته بعضې ظالمانو چې په دې باندې خېټې اچولې دي او په کلونو کلونو یې د ملت حقوق ضایع کړي، او بیت المال یې خوړلی ده، نو غواړي د داسې تورونو له لارې چې ما سره یا فکري تعصب ده یا قومي تعصب ده یا لساني تعصب ده، خپل جرم ته دوام ورکړي. خو مونږ د خپل مسئولیت په اداء کولو کې د هیچا پروا نلرو، ظالم او فاسد د قانون منګلو ته راکش کوو، د هر موقف سړی چې وي او دهر قوم، د هر فکر او مذهب سړی چې وي.
اوومه پوښتنه: ویل کېږي دا چې تاسو خیریه بنسټونه بند کړي دي؟
ځواب: هو مونږ خیریه بنسټونو ته جواز ورکــوو، د خپلو اصولو په بنا باندې، او نظارت یې کوو، البته چا چې د هغو
اصولو خلاف کړی ده، په اول قدم کې ورته توصیه شوې ده، دوه یم قدم کې اخطار ورکړل شوی ده چې بیا هم نه ده اصلاح شوی، تخلفات یې مکرر کړي دي نو بیا یې جواز اخېستل شوی ده او دفتر یې وربند شوی ده. چې دا کار ما نه ده کړی دا د نظام اصولو او قانون کړی ده.
اتمه پوښتنه: بعضې مغرضې کړی او هغه خلک چې په جنایتونوباندې مشهور دي، لکه حبیب الرحمن د ګلبدین زوی، په دغو اکاذیبو بیا تبصرې کوي او تاووي یې را تاووي یې، تاسو د دې په حق کې څه وایی؟
ځواب: زه نور څه نه غواړم چې د دوی په حق کې ووایم، ځکه دا داسې څهرې دي چې له هیچا څخه پټې نه دي، خو البته د نیکانو خلکو عادت دا ده چې ګناه ترې کېږي، خو بیا په خپله ګناه باندې تایب شي، الله جل جلاله به یې معاف کړي مګرم بد او شریر خلک په ځای ددې چې له خپلې ګناه څخه تایب شي برعکس په خپلې ګناه باندې افتخار کوي او خپلو جرمونو ته دوام ورکوي. او کتاب کې مې لیدلي دي چې د علماؤ دښمني څوک کوي، دوی به د دوو حالتونو خالي نه وي، یا به مرګ په کفر ورته راځي او یا به ولدالزنا وي.
نهمه پوښتنه: تاسې چې له غاصبینو، غصب شوې ځمکې مستردې کړې، ملت باید ترینه سالمه استفاده وکړي؟
ځواب: زموږ مسئولیت د ځمکو له غصب څخه مخنیوی او د غصب شویو ځمکو استرداد دی او مسترد شوې ځمکه اړوندې ادارې ته سپارل او تسلیمول دي، نو دا تر مربوطه ادارې پورې تړاو لري چې ترینه سالمه استفاده وکړي، دا زموږ مسئولیت نه ده، لکه په څو ځایونو کې مربوطه ادارې سالمه استفاده ترېنه کړې ده، البته اکثریت ادارې دغسې دي چې دې کې یې، دا خپل مسئولیت نه دی درک کړی او ملت ته یې د دغه سوال ځواب کما حقه نه دی ورکړی، خو دا له هغو ادارو سره تعلق لري، نه زموږ مسئولیت ده او نه موږ پورې تړاو لري. زموږ مسئولیت ده چې ځمکه مربوطه ادارې ته وسپارو. البته د شهرکونو په ارتباط، ځانګړی کمېسیون جوړ شوی ده، مسئولیت یې هم معلوم ده، دا چې مربوطه کمېسیون خپله دې کار ته اقدام نه دی کړی، سره د بار بار تکراري غوښتنو زموږ، نو هغه په دوی پورې تړاو لري چې باید په عاجله توګه، خپل مسئولیت او د خلکو ضرورتونه درک کړي او د خلکو شکایتونه رفع کړي.