بامیان ولایت کې څه دپاسه ۲۱۰۰ جریبه ځمکه بررسي شوه
د بامیان ولایت د ځمکو د غصب د مخنیوي تخنیکي هیئت د ۱۴۴۵ هجري قمري کال د محرم الحرام د میاشتې په ۲۱ نېټه د دوشنبې په ورځ د دغه ولایت یکه ولنګ نمبر ۱ ولسوالۍ ته روان شو او له سیمه ییزو مسؤلینو سره د کتنې ترڅنګ یې په یاده ولسوالۍ کې ۴ ټوټې ځمکه بررسي کړه.
هیئت د ولسوالۍ له مسؤلینو سره د همغږۍ له غونډې څخه وروسته، د یکه ولنګ نمبر ۱ ولسوالۍ د پشت بازار اوسیدونکو او د بیده مشکین کلي اوسیدونکو ادعا ته رسیدګي وکړه او تر ادعا لاندې ځمکه یې بررسي کړه.
یاد شوي هیئت د ولسوالۍ د بازار ترشا په ۶۶۲ جریبه مساحت سره یو ټوټه ځمکه او د یادې ولسوالۍ په بیده مشکین کلي کې په ۱۴۵۱.۷۶۵ جریبه مساحت سره درې ټوټې ځمکې بررسي کړې.
