په هرات ولایت کې د معاملاتو لارښوونې له ۲۶ دفترونو څخه نظارت ترسره شو
د هرات ولایت د عدلیې رياست نظارتي پلاوي، د رجب المرجب د مياشتې په ۷مه نېټه، د یکشنبې په ورځ، د هرات ښار په پنځلسمه ناحيه کې د معاملاتو لارښوونې له ۲۶ دفترونو څخه نظارت ترسره کړ او د هغو فعاليتونه یې بررسي کړل.
نظارتي پلاوي په دې نظارت کې د یادو دفترونو رسمي سټې، د فعاليت جوازونه، د پیر او پلور قانونيتوب او یو شمېر نور اړين اسناد بررسي کړل چې په ترڅ کې یې د معاملاتو لارښوونې دوه دفترونه د غيرقانونی فعاليت له امله وتړل شول.
همدارنګه نظارتي پلاوي د پاتې نورو دفترونو په فعاليتونو کې یو شمېر ستونزې او نيمګړتياوې مشخصې کړې او د لرې کولو په موخه یې د دفترونو متصدياتو ته لازمې توصیې وکړې.
د هرات ولایت د عدلیې رياست په دوامداره توګه په یاد ولایت کې له اړوندو برخو څخه نظارت ترسره کوي ترڅو له غير قانوني فعالیتونو څخه مخنيوی وشي.
