د عدلیې وزارت د حقوقي مرستو ریاست او د کاپیسا ولایت د والي ترمنځ د همغږۍ ناسته جوړیدل

barekzai_admin
پنجشنبه ۱۴۰۴/۷/۲۴ - ۱۱:۴۸
.

 د عدلیې وزارت د حقوقي مرستو رئيس مولوي جان محمد «محمد طلحه» او ورسره مل پلاوي، د ربیع‌الآخر د مياشتې په ۱۹مه نېټه د یکشنبې په ورځ د کاپیسا والي قاري احسان الله بریال، د استيناف محکمې رئیس عزيز الرحمن حقاني او یو شمېر نورو سيمه‌ییزو مسؤولينو سره د همغږۍ ناسته جوړه کړه.

په دې ناسته کې چې د کاپیسا ولایت د مقام په مقر کې ترسره شوه، په ترڅ کې یې د عدلیې وزارت د حقوقي مرستو رئيس د وړيا حقوقي مرستو او مشورو د وړاندې کولو څرنګوالي، په جزایي قضيو کې حقوقي مرستو ته د بېوزلو زیانمنو، تورنو او شکمنو د لاسرسۍ، په عدلي او قضائي مراجعو کې د حقوقي مساعدینو د کاري ستونزو او یو شمېر نورو موضوعاتو په اړه خبرې وکړې او مسؤولينو سره یې لازم معلومات شریک کړل.

په دې ناسته کې د کاپیسا ولایت والي او نورو مسؤولينو ډاد ورکړ چې د حقوقي مرستو د ترلاسه کولو په موخه د عدلیې رياست د حقوقي مرستو آمریت ته د بيوزلو زیانمنو، تورنو او شکمنو کسانو ورپېژندلو او حقوقي مساعدینو سره په قضايي ناستو کې د ګډون او دغه راز د هغوی د مؤکلينو په دوسیو کې لازمه همکاري کوي.

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۴/۷/۲۶ - ۱۴:۲۶
Background image

په کابل کې د کورونو د کرایې نرخ د څرنګوالي په تړاو د معاملاتو لارښوونې ۱۸ دفترونه بررسي شول

 د کورونو د کرایې د کنټرول ګډې کمېټې توظیف شویو ټیمونو د کورونو د کرايې د کنټرول په موخه په تېرو درې ورځو کې د کابل ښار په بېلابېلو ناحيو کې د معاملاتو لارښوونې ۱۸ دفترونه او ۸ استوګنیز. . .

شنبه ۱۴۰۴/۷/۲۶ - ۱۴:۱۷
Background image

په کابل ښار کې ۳ دارالوکالې د غيرقانوني فعاليت له امله وتړل شوې

 د اسلامي امارت د عدلیې وزارت د مدافع وکیلانو ریاست نظارتي پلاوي، د کابل ښار په څلورمه ناحیه کې د یو شمېر دارالوکالو فعالیتونه نظارت او بررسي کړل.

دغه نظارت او بررسي د ربیع‌الآخر د. . .

شنبه ۱۴۰۴/۷/۲۶ - ۱۴:۷
Background image

د بلخ ولایت د عدلیې ریاست کارکوونکو لپاره د زده کړه ییزې برنامې پای ته رسېدل

 د بلخ ولایت د عدلیې ریاست کارکوونکو لپاره د «مسلکي او اداري زده کړې» تر سرلیک لاندې، شپږ ورځنۍ زده کړه ییزه برنامه چې د عدلیې وزارت د کارکوونکو چارو رياست له لورې د یاد ریاست په مقر کې. . .

BACK TO NEWS