په ننګرهار ولایت کې د معاملاتو لارښوونې ۳ دفترونه د غیر قانوني فعاليت له امله وتړل شول

barekzai_admin
پنجشنبه ۱۴۰۴/۷/۲۴ - ۱۱:۳۱
.

 د ننګرهار ولایت د عدليې ریاست نظارتي پلاوي، د ربیع‌الآخر د مياشتې په ۲۱ مه نېټه د سه‌شنبې په ورځ د دغه ولایت مرکز جلال‌آباد ښار اړوند په  شپږمې ناحیه کې د معاملاتو لارښوونې  له ۱۱ دفترونو څخه نظارت ترسره کړ.

مؤظف نظارتي پلاوي د یادو دفترونو د فعالیت جوازونه، د ثبت کتابونه، د پېر او پلور قانوني‌توب، رسمي سټې او یو شمېر نور اړين اسناد بررسي کړل او په پایله کې یې ۳ دفترونه د غير قانوني فعالیت له امله وتړل.

پلاوي د دغه نظارت په ترڅ کې د پاتې نورو دفترونو یو شمېر نيمګړتياوې او ستونزې هم مشخصې کړې او د یادو ستونزو د لرې کولو او د کاري چارو ښه پرمخ وړلو په موخه یې د هغو متصدیانو ته لازمې توصیې وکړې.

د یادونې ده چې د ننګرهار عدلیې رياست په دوامداره توګه له اړوندو برخو څخه نظارت ترسره کوي تر څو د غیر قانوني فعالیتونو مخه ونیول شي.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۴/۷/۲۴ - ۱۱:۴۸
Background image

د عدلیې وزارت د حقوقي مرستو ریاست او د کاپیسا ولایت د والي ترمنځ د همغږۍ ناسته جوړیدل

 د عدلیې وزارت د حقوقي مرستو رئيس مولوي جان محمد «محمد طلحه» او ورسره مل پلاوي، د ربیع‌الآخر د مياشتې په ۱۹مه نېټه د یکشنبې په ورځ د کاپیسا والي قاري احسان الله بریال، د استيناف محکمې. . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۷/۲۴ - ۱۱:۳۹
Background image

د پکتيا ولایت د عدلیې ریاست اداري ناسته جوړیدل

 د پکتيا ولایت د عدلیې ریاست اداري ناسته، د ربیع الآخر د میاشتې په ۲۰مه نېټه د دوشنبې په ورځ د پکتيا ولایت د عدلیې رئیس مولوي فاتح الله فاتح په مشرۍ او د یاد ریاست د آمرینو او کارکوونکو. . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۷/۲۴ - ۱۱:۳۱
Background image

په ننګرهار ولایت کې د معاملاتو لارښوونې ۳ دفترونه د غیر قانوني فعاليت له امله وتړل شول

 د ننګرهار ولایت د عدليې ریاست نظارتي پلاوي، د ربیع‌الآخر د مياشتې په ۲۱ مه نېټه د سه‌شنبې په ورځ د دغه ولایت مرکز جلال‌آباد ښار اړوند په  شپږمې ناحیه کې د معاملاتو لارښوونې  له ۱۱ دفتر. . .

BACK TO NEWS