په ۹ ولایتونو کې ۱۳۴۶ تنو ته حقوقي برنامې وړاندې شوې

hakeem_admin
چهارشنبه ۱۴۰۳/۳/۹ - ۱۵:۰
.

د عدلیې وزارت د حقوقي مرستو رياست، په مرکز او ولایتي امریتونو یې په اتو نورو ولایتونو کې ۱۳۴۶ تنو ته د حقوقي پوهاوي ورکولو برنامې وړاندې کړي دي.

دغه برنامې د ذوالقعدې د مياشتې په ۱۹ مه نېټه د سه‌شنبې په ورځ د مرکز په ګډون په بادغیس، غور، باميان، کندهار، سمنګان، لغمان، پکتیا او کنړ ولايتونو کې وړاندې شوې او په ترڅ کې یې د عدلیې وزارت د پېژندنې، د اسلام او شریعت په رڼا کې د اولادونو روزنه، د هېوادوالو د حقوقو او مکلفیتونو او د ورته نورو مهمو موضوعاتو په اړه پوهاوی ورکړل شو.

د عدلیې وزارت د کابل په ګډون د هېواد په ټولو ولایتونو کې د حقوقي پوهاوي ورکولو  برنامې جوړوي او موخه یې دا ده چې خلک په خپلو حقوقو پوه شي او د خپل ورځني ژوند د حقوقي ستونزو په لرې کولو کې ورڅخه ګټه پورته کړي.

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۴/۵/۱۱ - ۱۰:۳۱
Background image

په عدلیې وزارت کې ثبت شويو خيريه بنسټونو په تېر یوه کال کې له اړمنو سره څه دپاسه یو میلیارد افغانۍ مرستې کړې دي

 د اسلامي امارت په عدلیې وزارت کې ثبت شويو خيريه بنسټونو د ۱۴۰۳ هـجري لمریز کال په ترڅ کې د اړوندو ادارو په همغږۍ د هېواد په کچه اړمنو ته د رسیدګۍ لپاره څه‌باندې ۱ميليارد او ۱۱۰ميليونه. . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۵/۹ - ۱۲:۲
Background image

د عدلیې وزارت د مدافع وکیلانو د رياست نوی رئيس معرفي شو

 د عدلیې وزارت د کارکوونکو د چارو رئيس، محترم مفتي رحمت الله حليم د یوې غونډې په ترڅ کې د یاد وزارت د مدافع وکیلانو د رياست  نوی رئيس چې د عدلیې وزارت د وړاندیز او د رياست الوزرا د عالي. . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۵/۹ - ۱۱:۵۳
Background image

په پکتیا ولایت کې د سرو زرو له یو شمېر پلورنځيو څخه نظارت ترسره شو

 د پکتیا ولایت د عدليې ریاست نظارتي پلاوي د صفر‌المظفر د مياشتې په ۴مه نېټه د سه‌شنبې په ورځ د امر بالمعروف او نهی عن المنکر او د زرګرانو اتحادیې د استازو په ګډون د دغه ولایت د څمکنۍ. . .

BACK TO NEWS