د عدلیې وزارت پنځه کلنه برنامه د مؤظفې کمېټې لخوا تایید شوه

barekzai_admin
یکشنبه ۱۴۰۴/۸/۱۸ - ۱۴:۳۸
.

 د عدلیې وزارت د پنځه کلنې برنامې د نهايي کولو په موخه د مؤظفې کمېټې ناسته د جمادی الأولی د میاشتې په ۱۷مه نېټه د شنبې په ورځ د یاد وزارت د مسلکي معین، شیخ الحدیث مولوي عبدالکریم حیدر په مشرۍ او د مرکزي رئیسانو او د بېلابېلو څانګو مسؤولینو په شمول د کمېټې نورو غړو په ګډون ترسره شوه.

په دې ناسته کې د دغه وزارت پنځه کلنه برنامه چې د اسلامي امارت له پنځه کلنۍ ستراتیژۍ سره سم چمتو او تدوین شوې ده، د کمېټې لخوا تایید شوه.

دا برنامه د قانون جوړونې بهیر د پیاوړتیا، د هېواد دننه او بهر له امارتي شتمنیو څخه د دفاع، وړیا حقوقي مرستو ته د بېوزلو شکمنو او تورنو او مجني علیه د لاسرسۍ د زیاتیدو او په حمایوي برخو کې د خدمتونو وړاندې کولو د پیاوړتیا له لارې د اسلامي شریعت په رڼا کې د قانون د واکمنۍ د پیاوړتیا په موخه تدوین شوې ده.

ټاکل شوې ده دا برنامه په راتلونکو پنځو کلونو کې د عدلیې وزارت لخوا او د اړوندو ادارو په همکارۍ پلي شي او تعیین شوې موخې په‌کې ترلاسه شي.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۴/۸/۱۹ - ۱۴:۳۴
Background image

د عدلیې وزارت د حقوقي مرستو ریاست او د پکتيا ولایت د مرستيال والي ترمنځ د همغږۍ ناسته جوړیدل

 د عدلیې وزارت د حقوقي مرستو رئيس مولوي جان محمد «محمد طلحه» او ورسره مل پلاوي، د جمادی‌الأولی د مياشتې په ۱۳مه نېټه د سه‌شنبې په ورځ د پکتيا له مرستيال والي شيخ انعام الله صلاح الدين،. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۸/۱۹ - ۱۰:۳
Background image

په ننګرهار کې د معاملاتو لارښوونې له ۱۱ دفترونو څخه نظارت ترسره شو

 د ننګرهار ولایت د عدليې ریاست نظارتي پلاوي، د جمادی‌الأولی د مياشتې په ۱۷مه نېټه د ‌شنبې په ورځ د دغه ولایت مرکز جلال‌آباد ښار اړوند په اوومه ناحیه کې د معاملاتو لارښوونې له ۱۱ دفترونو. . .

یکشنبه ۱۴۰۴/۸/۱۸ - ۱۴:۳۸
Background image

د عدلیې وزارت پنځه کلنه برنامه د مؤظفې کمېټې لخوا تایید شوه

 د عدلیې وزارت د پنځه کلنې برنامې د نهايي کولو په موخه د مؤظفې کمېټې ناسته د جمادی الأولی د میاشتې په ۱۷مه نېټه د شنبې په ورځ د یاد وزارت د مسلکي معین، شیخ الحدیث مولوي عبدالکریم حیدر. . .

BACK TO NEWS