د جوزجان ولایت په مرکز کې څهباندې ۱۴ جریبه ځمکه د اختصاصي محکمې د شرعې حکم په اساس امارتي ثابته شوه
د شمال زون د امارتي غصب شویو ځمکو قضیو ته د رسیدګۍ اختصاصي محکمې د جوزجان ولایت په مرکز کې د څهباندې ۱۴.۵ جریبه ځمکې د اسنادو او مدارکو په بررسۍ سره، پرېکړه وکړه چې ټوله یاده شوې ځمکه امارتي ده.
زمین مذکور شامل دو قطعه بوده و در ساحه «جگدلک ککرتک جر کودی» مرکز ولایت جوزجان موقعیت دارد که کمیسیون جلوگیری
په یاده شوې ځمکه کې دوې قطعې شاملې دي او د جوزجان ولایت د مرکز په «جګدلک ککرتک جر کودي» ساحه کې موقعیت لري چې د ځمکو له غصب څخه د مخنیوي او د غصب شویو ځمکو د استرداد کمېسیون له دې وړاندې د هغې موضوع بررسي کړې وه او د ځمکو له غصب څخه د مخنیوي او د غصب شویو ځمکو د استرداد قانون د ۱۷ مادې له مخې یې د یادې شوې ځمکې دوسیه رسماً د شمال زون د امارتي غصب شویو ځمکو قضیو ته د رسیدګۍ اختصاصي محکمې ته سپارلې وه.
یادې اختصاصي محکمې د متصرفینو او کمېسیون د اسنادو، مدارکو او د املاکي دفترونو له دقیقې بررسۍ او له اړوندو ادارو څخه د معلوماتو له ترلاسه کولو وروسته پرېکړه وکړه، چې دغه ټوله ځمکه امارتي ده او د ځمکو له غصب څخه د مخنیوي او د غصب شویو ځمکو د استرداد کمېسیون ته وسپارله شي.
د هېواد په کچه د امارتي ځمکو د بررسۍ، تثبیت او استرداد بهیر په کلکه جریان لري او د ځمکو له غصب څخه د مخنیوي کمېسیون، ولایتي تخنیکي هیئتونه یې او اړوندې اختصاصي محکمې د اسنادو، مدارکو او د امارتي ادارو اړوندو معلوماتو له دقیقې بررسۍ څخه وروسته، د امارتي غصب شویو ځمکو په هکله پرېکړې کوي.