عریضه لیکونکو لپاره د عریضه لیکنې د چاپ شوو پاڼو د ویش په اړه د عدلیې وزارت خبرتیا

hakeem_admin
.

د اسلامي امارت د عدلیې وزارت د کابل ښار ټولو عریضه لیکونکو او امارتي ادارو ته خبر ورکوي چې له مالیې وزارت سره د یاد وزارت د هوکړې له مخې، د عریضه لیکنې د چاپ شوو پاڼو د ویش لړۍ د کابل مستوفیت له ریاست څخه د عدلیې وزارت ته لېږدول شوې ده.

له همدې امله، د کابل ښار عریضه لیکونکي کولای شي د خپل د اړتیا وړ چاپ شوې عریضې، هره ورځ په رسمي ساعتونو کې د شپږمې ناحیې اړوند د دارالامان ماڼۍ په لویدیځ کې د عدلیې وزارت د معاملاتو او عریضه لیکونکو چارو له ریاست څخه ترلاسه کړي. د چاپي عریضو ترلاسه کولو په موخه عدلیې وزارت ته د مراجعې پر مهال د عریضه لیکنې د فعالیت اصلي جواز درلودل حتمي دي.

نوې عریضې د عدليې وزارت په ځانګړي مهر سره چاپ شوي دي او د کابل مستوفیت د ریاست په مهر سره پخوانۍ عریضې چې عریضه لیکونکو ته ورکړل شوې وې، وروسته له دې د اعتبار وړ نه دي او له سرغړونکو سره به اصولي چلند وشي.

د یادونې وړ ده چې پورتني بدلونونه اوس مهال یوازې په مرکز کې دي او عریضه لیکونکي کولای شي په ولایتونو کې خپلو چارو ته د پخوا په څېر دوام ورکړي.