د دفاع وکالت د دریمې دورې د ورودي ازموینې د نوم لیکنې د پیل په اړه د عدلیې وزارت خبرتیا

hakeem_admin
.

د دفاع وکالت د جواز غوښتونکو ته خبر  ورکول کیږي، چې د دفاع وکالت د دریمې دورې د ورودي ازموینې  لپاره د نوم لیکنې بهیر د ۱۴۰۳ هجري شمسي کال د غویي د میاشتې په ۱ نېټه د شنبې په ورځ چې د ۱۴۴۵ هجري قمري کال د شوال د میاشتې له ۱۱ نېټې سره سمون خوري پيل کیږي او د غویي د میاشتې تر ۳۰ نېټې پورې به دوام ولري.

د نوم لیکنې پروسه یواځې د عدلیې وزارت په مقر کې د مدافع وکیلانو په ریاست کې ترسره کیږي او د نوم لیکنې په مهال د غوښتونکي حضور حتمي دی. دغه راز د غوښتونکو سیرت او صورت باید د نبوي (صلی الله علیه وسلم) سنتو مطابق وي؛ له دې پرته پروسه کې نه شاملیږي.

اړین اسناد :

د لوړو زده کړو وزارت لخوا تائید شوي د تحصیلی اسنادو رنګه کاپي

د تابعیت تذکرې رنګه کاپي

څلور قطعي عکسونه ۴/۳

د ورودي ازموینې فورمه ډکول (۵۰۰افغانۍ)

په ازموینه کې د ګډون د کارتونو د توزیع او د ازموینې نېټه وروسته اعلانیږي