۱۵ تنو متقاضیانو ته د معاملاتو د لارښوونې د فعالیت جوازلیکونه وویشل شول

hakeem_admin
یکشنبه ۱۴۰۳/۲/۱۶ - ۱۳:۵۲
.

د عدليې وزارت د انسجام لوی ریاست د معاملاتو د لارښوونې او د عریضه لیکونکو چارو ریاست د  شوال د میاشتې په ۲۶ مه نېټه د یکشنبې په ورځ یو شمېر غوښتونکو ته، د معاملاتو د لارښوونې د فعالیت جوازلیکونه وویشل.

په دغو مراسمو کې چې په همدې مناسبت په عدلیې وزارت کې جوړ شوي وو، د الله تعالی د سپیڅلي کلام د څو آیاتونو په تلاوت سره پیل شول او د عدليې وزارت د معاملاتو د لارښوونې او د عریضه لیکونکو چارو رئیس مولوي سکندر یحیی عابد او د یاد وزارت نورو مسؤلینو په کې ګډون درلود.

په دغو مراسمو کې د عدليې وزارت د معاملاتو د لارښوونې او د عریضه لیکونکو د چارو رئیس د موضوع په تړاو خبرې وکړې او د معاملاتو د لارښوونې د فعالیت له جواز غوښتونکو سره یې لازم معلومات شریک کړل او هغوی یې خپلو مسؤولیتونو او مکلفیتونو ته متوجه کړل

په یادو مراسمو کې، د معاملاتو د لارښوونې د فعالیت جواز غوښتونکو ته له دې دندې او د هغوی له مکلفیتونو سره د لازیاتې پېژندګلوۍ په منظور پوهاوی او لازم معلومات ورکړل شول او ۱۵ تنو غوښتونکو ته، د معاملاتو د لارښوونې د فعالیت جوازلیکونه، وویشل شول.

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۳/۲/۲۹ - ۱۵:۴۱
Background image

په سرپل ولایت کې د کابو ۱۰ زره جریبه امارتي ځمکې تثبیت او تشخیص

د سرپل ولایت د ځمکو د غصب د مخنیوي تخنیکي هیئت، د ذوالقعدې د مياشتې په ۶ مه نېټه د چهارشنبې په ورځ  د غصب شويو ساحو د بررسۍ او تثبیت په موخه د ياد ولایت الفتح ولسوالۍ ته سفر وکړ.

د دغه. . .

شنبه ۱۴۰۳/۲/۲۹ - ۱۵:۹
Background image

په درېیو ولایتونو کې ۳۳۴ تنو ته حقوقي پوهاوی وړاندې شو

د عدلیې وزارت د حقوقي مرستو ریاست په مرکز او ولایتي آمریتونو یې د ذوالقعدې د میاشتې په ۷ مه نېټه د پنجشنبې  په ورځ ۳۳۴ تنو ته د هېواد په درېيو ولایتونو کې، حقوقي پوهاوی وړاندې کړی دی.

. . .
شنبه ۱۴۰۳/۲/۲۹ - ۱۰:۳۷
Background image

د کندز ولایت له یو شمېر دارالوکالو څخه کنترول او نظارت ترسره شو

د کندز ولایت د عدليې ریاست د حقوقي مرستو د آمر په مشرۍ د یاد ریاست مؤظف هیئت، د ذوالقعدې د میاشتې په ۶ مه نېټه د چهارشنبې په ورځ په دغه ولایت کې له ۵ دارالوکالو څخه بررسی او نظارت ترسره. . .

BACK TO NEWS