په کندز ولایت کې د ۷ دارالوکالو نظارت او بررسي کېدل
د کندز ولایت د عدلیې رياست، مدافع وکيلانو آمریت د شوال د مياشتې په ۲۹ مه نېټه د چهارشنبې په ورځ د کندز په ښار کې د یو شمېر مدافع وکیلانو او دارالوکالو د فعالیت له څرنګوالي څخه نظارت او بررسي ترسره کړه.
د یاد نظارت او بررسي په پایله کې د مدافع وکيلانو آمریت د دارالوکالو متصديانو ته د کاري چارو ښه پر مخ وړلو په اړه لازمې لارښوونې وکړې. همدارنګه د لا زياتې همغږۍ او د شته ستونزو د حل په موخه یې هغوی ته د هر ډول همکارۍ ډاډ ورکړ.