په میدان وردګ ولایت کې د معاملاتو لارښوونې له ۲۶ دفترونو څخه نظارت ترسره شو
د میدان وردګ ولایت د عدليې ریاست نظارتي پلاوي د صفر المظفر د مياشتې په ۳مه نېټه د شنبې په ورځ په دغه ولایت کې د معاملاتو لارښوونې له ۲۶ دفترونو څخه نظارت ترسره کړ او د هغو فعالیتونه یې بررسي کړل.
مؤظف نظارتي پلاوي د یادو دفترونو د فعالیت جوازونه، د پېر او پلور قانونيتوب، رسمي سټې، مالیاتي اسناد، په دفترونو کې د معاملاتو لارښوونې د متصدیانو شتون او یو شمېر نور موارد بررسي کړل چې په پایله کې یې د معاملاتو لارښوونې دوه دفترونه د غیرقانوني فعالیت له امله وتړل شول.
نظارتي پلاوي د دغه نظارت په ترڅ کې د معاملاتو لارښوونې په نورو دفترونو کې یو شمېر کاري نيمګړتياوې او ستونزې هم مشخصې کړې او د ستونزو د اصلاح او د کاري چارو د ښه پرمخ وړلو په موخه متصدیانو ته لازمې توصیې وړاندې کړې. د یادو دفترونو متصدیانو هم ژمنه وکړه چې خپلې کاري نیمګړتیاوې به لرې کړي.
د میدان وردګ ولایت د عدلیې رياست په دغه ولایت کې په دوامداره توګه له اړوندو برخو څخه نظارت ترسره کوي تر څو د غیر قانوني فعالیتونو مخه ونیول شي.
