د پکتيا ولایت د عدلیې او استیناف محکمې ریاستونو ترمنځ د همغږۍ ناسته جوړېدل
د پکتيا ولایت د عدلیې رئيس، مولوي لاهور خان وفادار او ورسره مل پلاوي د صفر المظفر د مياشتې په ۳مه نېټه د شنبې په ورځ، د یاد ولایت د استیناف محکمې له رئیس، مفتي عبيدالله خالد سره د استيناف محکمې د رياست په مقر کې وکتل او خبرې یې ورسره وکړې.
په دې کتنه کې د عدلیې رئیس د امارتي ملکیتونو له غصب او غیرقانوني تصرف څخه د مخنیوي په موخه د دغو ملکیتونو اړوند د حقوقي دوسیې پر پړاوونو تېرولو ټینګار وکړ او په دې برخه کې یې د یادې محکمې د نږدې همکارۍ او همغږۍ غوښتنه وکړه.
دغه راز نوموړي بېوزلو تورنو او شکمنو کسانو ته د عدلیې ریاست له لوري د وړیا حقوقي مشورو او مرستو وړاندې کولو په هکله خبرې وکړې او له حقوقي مساعدینو سره یې د استیناف محکمې همکاري اړینه وبلله.
په ورته مهال د پکتيا ولایت د استیناف محکمې رئیس له عدلیې ریاست سره د همکارۍ د ډاډ ورکولو ترڅنګ له محکمې سره د اړوندو مدافع وکیلانو او عریضه لیکونکو د کاري نیمګړتیاوو لرې کولو پر اړتیا ټینګار وکړ.
