د جوزجان ولایت د ځمکو د غصب د مخنیوي د تخنیکي هیئت ناسته جوړیدل

hakeem_admin
یکشنبه ۱۴۰۳/۲/۱۶ - ۸:۵۰
.

د جوزجان ولایت د ځمکو د غصب د مخنیوي د تخنیکي هیئت ناسته شوال د مياشتې په ۲۲ مه نېټه د چهارشنبې په ورځ د دغه هیئت د رئیس او غړو په حضور سره جوړه شوه.
په دغې ناسته کې، د یاد ولایت په بېلابېلو ساحو کي د کابو ۱۸۰۰ جریبه ځمکو د غصب اړوند یو شمېر دوسیې تر بحث او بررسۍ لاندې ونيول شوې.
د هئيت په دې ناسته کې د یاد ولایت په خانقاه ولسوالۍ کې ۱۲۲۸ جریبه امارتي ځمکه چې په علیلي وطني کلي کې د اشخاصو تر دعوا لاندې ده، تر بحث او بررسۍ لاندې ونيول شوه او د تخنيکي هيئت سکرتریت مسلکي غړو ته دنده وسپارل شوه، چې د یادې دوسیې په اړه څېړنې وکړي.  
همدارنګه د جوزجان ولایت مرکز شبرغان  ښار په لالاکوت کلي کې د ۴۷۰ جریبه امارتي ځمکې دوسیه تر هم تر بررسي لاندې ونيول شوه او د تخنيکي هيئت سکرتریت مسلکي غړو ته دنده وسپارل شوه، چې د مرکزي کمېسیون له لارښوونې سره سم د موضوع په تړاو اجراآت ترسره کړي او له خپلو اجراآتو څخه یاده هیئت ته ډاډ ورکړي.

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۳/۲/۲۹ - ۱۵:۴۱
Background image

په سرپل ولایت کې د کابو ۱۰ زره جریبه امارتي ځمکې تثبیت او تشخیص

د سرپل ولایت د ځمکو د غصب د مخنیوي تخنیکي هیئت، د ذوالقعدې د مياشتې په ۶ مه نېټه د چهارشنبې په ورځ  د غصب شويو ساحو د بررسۍ او تثبیت په موخه د ياد ولایت الفتح ولسوالۍ ته سفر وکړ.

د دغه. . .

شنبه ۱۴۰۳/۲/۲۹ - ۱۵:۹
Background image

په درېیو ولایتونو کې ۳۳۴ تنو ته حقوقي پوهاوی وړاندې شو

د عدلیې وزارت د حقوقي مرستو ریاست په مرکز او ولایتي آمریتونو یې د ذوالقعدې د میاشتې په ۷ مه نېټه د پنجشنبې  په ورځ ۳۳۴ تنو ته د هېواد په درېيو ولایتونو کې، حقوقي پوهاوی وړاندې کړی دی.

. . .
شنبه ۱۴۰۳/۲/۲۹ - ۱۰:۳۷
Background image

د کندز ولایت له یو شمېر دارالوکالو څخه کنترول او نظارت ترسره شو

د کندز ولایت د عدليې ریاست د حقوقي مرستو د آمر په مشرۍ د یاد ریاست مؤظف هیئت، د ذوالقعدې د میاشتې په ۶ مه نېټه د چهارشنبې په ورځ په دغه ولایت کې له ۵ دارالوکالو څخه بررسی او نظارت ترسره. . .

BACK TO NEWS