د عدلیې وزارت د رهبري شورا ناسته جوړیدل

hakeem_admin
پنجشنبه ۱۴۰۳/۲/۱۳ - ۱۰:۱۶
.

د عدلیې وزارت د رهبري شورا ناسته د شوال د مياشتې په ۲۲ مه نېټه د چهارشنبې په ورځ د عدلیې وزارت د مسلکي معین شیخ الحدیث مولوي عبدالکریم حیدر په مشرۍ او د عدلیې وزارت د اداري معین مولوي عبدالغني فایق او مرکزي رئیسانو په ګډون سره جوړه شوه.

په دغې ناسته کې په مرکز او لایتونو کې د یاد وزارت د حقوقي مساعدینو او د انسجام ادارې د مسؤولینو په اداري چارو کې شته ستونزې او نور اداري موضوعات بحث او بررسۍ لاندې ونیول شوو.

په یاده ناسته کې پریکړه وشوه چې د حقوقي مساعدینو د ستونزو لرې کولو او د هغوی د وکالت جواز د تمدید پړاوونو تېرولو څرنګوالي په موخه، اړوند ریاستونه مناسبې حل لارې ولټوي او راتلونکې ناستې ته یې وړاندې کړي.

دغه راز د عدلیې وزارت رهبري شورا په ولایتونو کې د انسجام د مسؤولینو د اداري ستونزو لرې کولو په تړاو اړوندو ریاستونو ته لازمې لارښوونې وکړې.

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۳/۲/۲۹ - ۱۵:۴۱
Background image

په سرپل ولایت کې د کابو ۱۰ زره جریبه امارتي ځمکې تثبیت او تشخیص

د سرپل ولایت د ځمکو د غصب د مخنیوي تخنیکي هیئت، د ذوالقعدې د مياشتې په ۶ مه نېټه د چهارشنبې په ورځ  د غصب شويو ساحو د بررسۍ او تثبیت په موخه د ياد ولایت الفتح ولسوالۍ ته سفر وکړ.

د دغه. . .

شنبه ۱۴۰۳/۲/۲۹ - ۱۵:۹
Background image

په درېیو ولایتونو کې ۳۳۴ تنو ته حقوقي پوهاوی وړاندې شو

د عدلیې وزارت د حقوقي مرستو ریاست په مرکز او ولایتي آمریتونو یې د ذوالقعدې د میاشتې په ۷ مه نېټه د پنجشنبې  په ورځ ۳۳۴ تنو ته د هېواد په درېيو ولایتونو کې، حقوقي پوهاوی وړاندې کړی دی.

. . .
شنبه ۱۴۰۳/۲/۲۹ - ۱۰:۳۷
Background image

د کندز ولایت له یو شمېر دارالوکالو څخه کنترول او نظارت ترسره شو

د کندز ولایت د عدليې ریاست د حقوقي مرستو د آمر په مشرۍ د یاد ریاست مؤظف هیئت، د ذوالقعدې د میاشتې په ۶ مه نېټه د چهارشنبې په ورځ په دغه ولایت کې له ۵ دارالوکالو څخه بررسی او نظارت ترسره. . .

BACK TO NEWS