د عدلیې وزارت او کابل ښاروالۍ ترمنځ د همغږۍ ناسته ترسره کېدل

hakeem_admin
دوشنبه ۱۴۰۳/۲/۳ - ۱۹:۴۲
.

د کابل ښاروالۍ له استازو سره د عدلیې وزارت د همغږۍ ناسته د عدلیې وزارت د انسجام لوی رئیس مولوي حافظ عبدالصمد عمري په مشرۍ او د یاد ریاست د نورو مسؤولینو په ګډون جوړه شوه.
په دغې ناسته کې چې د شوال د مياشتې په ۱۲ مه نېټه د یکشنبې په ورځ د عدلیې وزارت په مقر کې جوړه شوه، د عدلیې وزارت  او د ښاروالۍ ترمنځ د یو شمېر موضوعاتو په هکله بحث او خبرې وشوې.
په یاده ناسته کې د ښاروالۍ له لوري د عدلیې وزارت د انسجام رياست د اتحادیو جوازونو ته د ارزښت نه ورکولو، خيريه بنسټونو سره د یادې ادارې د نه همغږۍ، د موټرو پلورنکو اتحادیې د جمعه بازار او ځينو نورو موضوعاتو په تړاو چې د دواړو ادارو ترمنځ همغږۍ شتون نه درلود خبرې وشوې.
د عدلیې وزارت د انسجام عمومي رئیس د کابل ښاروالۍ له استازو څخه وغوښتل چې هېوادوالو لپاره د سهولت د رامنځته کولو په موخه له یاد وزارت سره همکاري وکړي.
په ورته مهال د کابل ښاروالۍ استازو، د ستونزو د حل او د لا زياتو همکاریو په برخه کې د عدلیې وزارت ته ډاډ ورکړ.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۳/۲/۱۹ - ۱۵:۵۰
Background image

په درېيو ولایتونو کې ۳۸۳ تنو ته حقوقي پوهاوی وړاندې شو

د عدلیې وزارت د حقوقي مرستو ریاست ولایتي آمریتونو، د شوال د مياشتې په ۲۸ مه نېټه د سه شنبې په ورځ ۳۸۳ تنو ته په درېيو ولایتونو کې، حقوقي پوهاوی وړاندې کړی دی.

په دغو برنامو کې چې په. . .

چهارشنبه ۱۴۰۳/۲/۱۹ - ۱۰:۴۳
Background image

د بادغیس ولایت د عدلیې ریاست د اداري ناسته جوړیدل

د بادغیس  ولایت د عدلیې ریاست اداري ناسته، د شوال د مياشتې په ۲۸ مه نېټه د سه شنبې په ورځ د عدلیې رئیس ملاعبدالرازق مرزوقي په مشرۍ او د یاد ریاست د آمرینو او کارمندانو په ګډون جوړه شوه.. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۳/۲/۱۸ - ۱۵:۱۸
Background image

په شپږو ولایتونو کې ۲۸۷ تنو ته حقوقي پوهاوی وړاندې شو

د عدلیې وزارت د حقوقي مرستو ریاست په مرکز او ولایتي آمریتونو یې، د شوال د مياشتې په ۲۷ مه نېټه د دوشنبې په ورځ ۲۸۷ تنو ته په شپږو ولایتونو کې، حقوقي پوهاوی وړاندې کړی دی.
په دغو برنامو. . .

BACK TO NEWS