د سیاسي ګوندونو او غیرقانوني خیریه بنسټونو د فعالیت منع والي په تړاو د عدلیې وزارت اعلامیه

hakeem_admin
پنجشنبه ۱۴۰۳/۱/۱۶ - ۱۴:۲۲
.

لکه څرنګه چې ټول په جریان کې دي، د افغانستان اسلامي امارت له واکمنیدو سره په هېواد کې د سیاسي ګوندونو فعالیت د اسلامي امارت د عدلیې وزارت له خوا منع اعلام شوی او د سیاسي ګوندونو اړوند ریاست هم په عدلیې وزارت کې لغو او د یاد وزارت له تشکیلاتو څخه ایستل شوی دی.
له دې سره په دې وروستیو کې د یو شمیر سیاسي ګوندونو مسؤولین چې په تېره اداره کې په عدلیې وزارت کې ثبت وو د خپلو لغو شوو ګوندونو له آدرسونو څخه دریځ نیونې او کړنې ترسره کړي. د عدلیې وزارت په افغانستان کې د ګوند په نوم هر ډول فعالیت غیرقانوني بولي او  خبر داری ورکوي چې د دغه راز فعالیتونو د تکرار په صورت کې به له سر غړونکو سره قانوني او شرعي چلند وکړي. 
دغه راز یاد وزارت د ټولنیزو ټولنو فعالیت چې په تېره اداره کې فعاله وو، د تعلیق په حالت کې راوستلي او یوازې خیریه بنسټونه او اتحادیې کولی شي د اصولو په چوکاټ او د اسلامي امارت له عدلیې وزارت څخه په رسمي جواز سره فعالیت وکړي. یاد وزارت هغو خیریه بنسټونو او نورو ټولنیزو ټولونو ته چې له جواز څخه پرته او په غیر قانوني ډول فعالیت ترسره کوي هم خبرداری ورکوي چې له غیرقانوني فعالیت څخه ډډه وکړي؛ په غیر له دې به له سرغړونکو سره جدي او قانوني چلند وشي.