دوه ګوندونه او ۷۵ ټولنې د غیرقانوني فعالیت په دلیل امنیتي ارګانونو ته معرفي شول

hakeem_admin
یکشنبه ۱۴۰۳/۱/۱۹ - ۱۳:۵۱
.

د افغانستان اسلامي امارت د عدلیې وزارت د تېر یو کال په اوږدو کې دوه سیاسي ګوندونه او ۷۵ ټولنې د غیرقانوني فعالیت په دلیل امنیتي ارګانونو ته معرفي کړي دي.

د یاد وزارت د ټولنو او ټولنيزو بنسټونو رياست په ۱۴۰۲ هجري شمسي کال کې د هېواد په کچه د سلګونو ټولنو له فعاليت څخه نظارت او بررسي ترسره کړې ده. د یاد نظارت او بررسۍ په پایله کې، دوه سیاسي ګوندونه او د لغو شویو ټولنیزو بنسټونو او خيریه بنسټونه په شمول ۷۵ ټولنې چې په غیر قانوني بڼه او د فعاليت جواز څخه یې پرته فعاليت ترسره کاوه، مشخص شوي دي.

یاد ګوندونه او ټولنې د عدلیې وزارت له لوري تړل شوي او د هغو مسؤولین اړوندو امنیتي ارګانونو ته معرفي شوي دي.

دغه راز د یادو  بررسیو سره په پایله کې، له هغو ۱۷ خيريه بنسټونو چې په کارونو کې یې نیمګړتیاوې او خلاګانې موجودې وې او د اصولو خلاف یې کار ترسره کاوه، ژمنه اخيستل شوې چې خپل فعالیتونه له اصولو سره سم پر مخ یوسي. په همدې کال کې  ۱۹ خيريه بنسټونه هم په ټاکل شوي وخت د جواز نه تمدیدولو په دلیل د عدلیې وزارت له لوري لغو اعلان شوي دي.

د عدلیې وزارت په دوامداره توګه په یاد وزارت کې د ثبت شویو ټولنو له فعالیت څخه نظارت کوي تر څو د ناقانونه فعالیتونو مخنیوی وشي.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۳/۲/۹ - ۱۶:۲۸
Background image

په مرکز کې د ولایتونو د غصب شویو ځمکو د تشخیص او تثبیت تخنیکي هیئتونو لپاره د زده کړه ییز سیمینار پای

د ولایتونو د غصب شویو ځمکو د تشخیص او تثبیت تخنیکي هیئتونو لپاره شپږ ورځنی زده کړه ییز سیمینار چې د ځمکو له غصب څخه د مخنیوي او د غصب شویو ځمکو د استرداد کمېسیون له لوري جوړ شوی وو، د. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۳/۲/۴ - ۱۵:۵۸
Background image

د عدلیې او د صنعت او سوداګرۍ وزارتونو او کسب‌ګرو خونې ترمنځ د همغږۍ ناسته جوړیدل

د عدلیې او د صنعت او سوداګرۍ  وازرتونو او کسبګرو خونې د ګډې کمېټي ناسته چې د یادې خونې د ستونزو د حل په موخه ټاکل شوې وه، د عدلیې وزارت په مقر کې جوړه شوه.

دغه ناسته د شوال د میاشتې. . .

دوشنبه ۱۴۰۳/۲/۳ - ۱۹:۵۷
Background image

په تېر یونیم کال کې د هېواد په کچه څه باندې ۲.۵ میلیونه جریبه امارتي ځمکه استرداد شوې ده

مولوي احسان الله وثیق، د ځمکو  له غصب څخه د مخنیوي کمېسیون سکرتر د یاد کمېسیون ولایتي تخنیکي هیئتونو ته په زده کړه ییز سیمینار کې وویل چې د ځمکو له غصب څخه د مخنیوي کمېسیون د فعالیت له. . .

BACK TO NEWS