په پروان ولایت کې د معاملاتو لارښوونې له یو شمېر دفترونو او سوداګریزو مارکېټونو څخه نظارت ترسره شو

barekzai_admin
Thu, Jul 23 2026 11:35 AM
.

 د پروان ولایت د عدلیې رياست په مشرۍ د کورونو د کرایو د کنټرول ګډې کمېټې په یاد ولایت کې د صفرالمظفر د مياشتې په ۶مه نېټه د سه‌شنبې په ورځ د یاد ولایت په  مرکز، چاریکار ښار کې د معاملاتو لارښوونې له ۶ دفترونو او ۴ سوداګریزو مارکېټونو څخه نظارت ترسره کړ.

د دغه نظارت په ترڅ کې د معاملاتو لارښوونې یو دفتر د سرغړونو ترسره کولو له امله وتړل شو او د معاملاتو لارښوونې د نورو دفترونو مسؤولينو ته توصیه وشوه چې له ټاکل شوي حد څخه د زیاتې کرایې له ثبت او د معاملاتو له ترسره کولو ډډه وکړي.

همداراز کمېټې ټینګار وکړ چې د سرغړونې په صورت کې، مسؤولیت په بشپړ ډول د معاملاتو لارښوونې جواز لرونکي پورې اړه لري او له هغه سره به قانوني چلند وشي.

د یاد نظارت په ترڅ کې د سوداګریزو مارکېټونو مسؤولینو ته هم توصیه وشوه چې د دوکانونو او سوداګریزو واحدونو معاملات د معاملاتو لارښوونې دفترونو له لارې ترسره کړي ترڅو معاملات شفاف او قانوني شي.

د پروان ولایت د عدلیې رياست په دغه ولایت کې په دوامداره توګه له اړوندو برخو څخه نظارت ترسره کوي ترڅو د غیر قانوني فعالیتونو مخه ونیول شي.

خبرها

Mon, Sep 05 2022 4:12 PM
Background image

The Ministry of Justice Presented the One Year Report on the Activities and Achievement of This Ministry

Sheikh Abdul Kareem Haidar, the Professional Deputy Minister of Ministry of Justice, presented the one year report on the activities and achievements of this ministry on Sunday, 5th of. . .

Sun, Aug 28 2022 2:56 PM
Background image

Minister of Justice meets with Acting in Charge of UNAMA

Sheikh al-hadeeth Mawlawi Sahib Abdul Hakeem Sharei, the acting minister of justice of Islamic Emirate met with Mr. Markus Potzel, deputy special representative of the secretary general. . .

BACK TO NEWS