په بغلان ولایت کې د معاملاتو لارښوونې او موټر پلورنځیو له ۲۶ دفترونو څخه نظارت ترسره شو

barekzai_admin
Wed, Jul 22 2026 10:07 AM
.

 د بغلان ولایت د عدليې ریاست مؤظف نظارتي پلاوي د صفر المظفر د مياشتې په ۴مه نېټه د یکشنبې په ورځ د دغه ولایت په مرکز، پلخمري ښار کې د معاملاتو لارښوونې او موټر پلورنځیو له ۲۶ دفترونو څخه نظارت ترسره کړ او د هغو فعالیتونه یې بررسي کړل.

مؤظف نظارتي پلاوي د یادو دفترونو د فعالیت جوازونه، د پېر او پلور قانوني‌توب، رسمي سټې، مالیاتي اسناد، په دفترونو کې د معاملاتو لارښوونې د متصدیانو شتون او یو شمېر نور موارد بررسي کړل.

نظارتي پلاوي د دغه نظارت په ترڅ کې د معاملاتو لارښوونې او موټر پلورنځیو د دفترونو یو شمېر کاري نيمګړتياوې او ستونزې هم مشخصې کړې او د یادو ستونزو د اصلاح او د کاري چارو د ښه پرمخ وړلو په موخه یې متصدیانو ته لازمې توصیې وړاندې کړې. د یادو دفترونو متصدیانو هم ژمنه وکړه چې خپلې کاري نیمګړتیاوې به لرې کړي.

د بغلان ولایت د عدلیې رياست په دغه ولایت کې په دوامداره توګه له اړوندو برخو څخه نظارت ترسره کوي تر څو د غیر قانوني فعالیتونو مخه ونیول شي.

خبرها

Mon, Sep 05 2022 4:12 PM
Background image

The Ministry of Justice Presented the One Year Report on the Activities and Achievement of This Ministry

Sheikh Abdul Kareem Haidar, the Professional Deputy Minister of Ministry of Justice, presented the one year report on the activities and achievements of this ministry on Sunday, 5th of. . .

Sun, Aug 28 2022 2:56 PM
Background image

Minister of Justice meets with Acting in Charge of UNAMA

Sheikh al-hadeeth Mawlawi Sahib Abdul Hakeem Sharei, the acting minister of justice of Islamic Emirate met with Mr. Markus Potzel, deputy special representative of the secretary general. . .

BACK TO NEWS