د کارموندنې خبرتیا

barekzai_admin
Thu, Jun 04 2026 11:14 AM
.

Publish Date

Closing Date

د سالمې ادارې د اصلاح او رامنځته کولو په منظور د افغانستان اسلامي امارت د لوړو موخو د تحقق په موخه، کار اهل د کار ته د سپارلو، د ژمن او وړ بشري ځواک د جذب او استخدام لپاره د افغانستان اسلامي امارت د عدلیې وزارت د مالي او اداري ریاست اړوند (د املاکو مدیر) پنځمې رتبې یو بست له ۱۴۴۷/۱۲/۱۷ څخه تر ۱۴۴۷/۱۲/۲۸ هـ.ق نېټې پورې چې د ۱۴۰۵/۳/۱۳ تر ۱۴۰۵/۳/۲۴هـ.ش سره سمون خوري د (۱۰) کاري ورځو لپاره اعلان ته سپاري.

د دندې سرلیک: د املاکو مدیر
بست: (۵)

وزارت یا اداره: د عدلیې وزارت

اړونده څانګه: مالي او اداري ریاست/ د اجناسو د محاسبې آمریت/ د املاکو مدیریت

راپور وړاندې کول: د اجناسو د محاسبې آمر

د پست موقعیت:  کابل

د پست شمېر: ۱

د دندې موخه:

له اصولو، طرزالعملونو، لایحو، پالیسۍ او تقنیني اسنادو سره سم د وزارت د املاکو ثبت او درج او د غیر منقولو جایدادونو ساتنه.

اساسي دندې:

  • د وزارت د ملکیتونو د اسنادو د ثبتولو په موخه د املاکو د ثبت کتاب او د اړتیا وړ فورمو ترتیبول؛
  • د املاکو د ثبت د (۱ ګڼه) فورم پر بنسټ د ولایتونو د عدلیې ریاستونو څخه د دقیقو املاکي ارقامو او احصایې راټولول؛
  • په اړونده دفتر او ډېټابېس کې په مرکز او ولایتونو کې د وزارت د غیر منقولو جایدادونو د معلوماتو ثبت او درج کول؛
  • د اړوند تحویلدار په جمع کې د وزارت د مرکزي املاکو ثبت او سجل کول؛
  • د اسنادو له مخې د اړوند تحویلدار په جمع کې د ودانیو عمراناتو په دفتر کې د وزارت د مرکزي ودانیو د اجناسو او وسایلو ثبتول او درج کول؛
  • د وزارت د غیر منقولو جایدادونو د اسنادو تعقیبول، طي مراحل او ترلاسه کول؛
  • د مرکز او ولایتونو د غیر منقولو جایدادونو د سالمې او مصئونې ساتنې په موخه د هغو د اسنادو ترتیب او تنظیمول؛
  • د اړتیا په صورت کې د ماليې وزارت د املاکو ریاست ته د ثبتولو په غرض د املاکو د ثبت د ډک شوي (۱ ګڼه فورم) استول؛
  • په مرکز کې د اړوندو املاکو حفاظت او ساتنه؛
  • د وزارت او نورو اشخاصو او ادارو ترمنځ د املاکي شخړو د حل په برخه کې له مقام څخه د لارښوونې ترلاسه کول؛
  • د وزارت د مازاد غیر منقولو جایدادونو تشخیص او د وزارت د مقام د لارښوونې له اخیستو وروسته د راتلونکو اجراآتو په موخه اړوندې برخې ته د هغو د معلوماتو استول؛
  • د قرارداد په پیل کې شخص (حقیقي یا حکمي) ته د املاکي جایدادونو ثبت او سجل او یا اړوند ډېټابېس او دفتر ته سپارل؛
  • د څانګې د وړاندیزونو، مکتوبونو، استعلامونو او نورو اسنادو ترتیب او لیکل او اړوندو مراجعو ته د هغو لېږل؛
  • د اسنادو د ساتلو او د اړتیا پر مهال د هغو د موندلو په موخه، په اړوندو دوسیو کې د اسنادو ترتیب او تنظیمول؛
  • د ورځنیو اجراآتو د ښه والي په غرض له اړوند آمر څخه د مشورې او لارښوونې ترلاسه کول.

مدیریتي دندې:

  • د ټاکل شویو موخو د ترلاسه کولو لپاره د ریاست له عمومي پلان سره سم د میاشتني، ربعوار او کلني کاري پلان چمتو کول او ترتیب کول؛
  • د اړوندې برخې د فعالیتونو او لاسته راوړنو د میاشتني، ربعوار، کلني او د عندالضرورت راپور وړاندې کول؛
  • د اصولو، پالیسۍ او د اړوندې ادارې د موخو مطابق  د سپارل شویو نورو دندو ترسره کول؛

د همغږۍ دندې:

د ورسپارل شویو چارو د لاښه پرمخ بېولو په موخه له نورو اړوندو ادارو او شعباتو سره همغږي او د اړیکو ټینګول؛

د استخدام شرایط:

  • د افغانستان تابعیت ولري.
  • عمر یې له (۱۸) کلونو کم او له (۶۴) کلونو زیات نهوي.

تحصیلي سویه:

لږ تر لږه د اقتصاد، اداره او سوداګرۍ، اداره او عامه پالیسۍ، شرعیات، حقوق او سیاسي علوم، ټولنیز علوم، ادبیات، مالي او حسابي مدیریت، مالي او بانک‌دارۍ په یوې څانګه کې او یا په دې معادل د هېواد له داخل یا بهر څخه د دیني مدرسو د لیسانس سند درلودل چې د لوړو زده کړو وزارت لخوا تأیید شوي اوسي.

کاري تجربه:

اړتیا نه‌لري

لازم مهارتونه:

  • د هېواد په یوې رسمي ژبه (پښتو یا دري) بشپړ تسلط.
  • د دندې اړوند په کمپیوټري برنامو کې مهارتونه.

په شرایطو برابر غوښتونکي کولای شي د اعلان شوي بست د غوښتنلیک فورمه له دغه ځای او یا هم د کارکوونکو د چارو د ریاست د استخدام له آمریت څخه په حضوري ډول ترلاسه کړي د فورمې له ډکولو څخه وروسته (یو قطعه عکس، د تابعیت تذکره، تحصیلي سندونه او کاري تجربې) سره یوځای  په ټاکل شوي وخت د کارکوونکو د چارو ریاست ته تسلیم کړي.