د کارموندنې خبرتیا
Publish Date
Closing Date
د سالمې ادارې د اصلاح او رامنځته کولو په منظور د افغانستان اسلامي امارت د لوړو موخو د تحقق په موخه، کار اهل د کار ته د سپارلو، د ژمن او وړ بشري ځواک د جذب او استخدام لپاره د افغانستان اسلامي امارت د عدلیې وزارت د امارت د قاضایاوو عمومي ریاست او د املاکي قضایاوو ریاست اړوند (د املاکي قضایاوو مسلکي غړی) درېیمې رتبې درې بستونه له ۱۴۴۷/۱۲/۱۷ څخه تر ۱۴۴۷/۱۲/۲۸ هـ.ق نېټې پورې چې د ۱۴۰۵/۳/۱۳ تر ۱۴۰۵/۳/۲۴هـ.ش سره سمون خوري د (۱۰) کاري ورځو لپاره اعلان ته سپاري.
د دندې سرلیک: د املاکي قضایاوو مسلکي غړی
بست: (۳)
وزارت یا اداره: د عدلیې وزارت
اړونده څانګه: د امارت د قضایاوو عمومي ریاست/ د املاکي قضایاوو ریاست/ د املاکي قضایاوو آمریت
راپور وړاندې کول: د املاکي قضایاوو آمر
د پست موقعیت: کابل
د پست شمېر: ۳
د دندې موخه:
په اړونده محکمه کې له اصولو، موخو، پالیسۍ، لایحو، طرزالعلمونو او اړوندو نافذه تقنیني اسنادو سره سم، په املاکي قضایو کې د عامه ګټو او امارتي ادارو او حقونو څخه ملاتړ او دفاع.
اساسي دندې:
- د باصلاحیته آمر له ارجاع وروسته، د امارتي ادارو او مراجعو څخه د املاکي قضیو د رارسېدلو دوسیو او مکتوبونو ترلاسه کول؛
- د رارسېدلې قضیې په اړه له مدعی، مدعی علیه او اړوندو ادارو څخه د اسنادو، مدارکو او معلوماتو راټولول؛
- د حقوقي تحلیل او په اړه یې د اړوند رئیس او آمر سره په همغږۍ کې د پرېکړې کولو په موخه د راټولو شویو اسنادو مطالعه کول؛
- د شرعي او قانوني پرېکړې (انفصال) په غرض اړوندې محکمې ته د ترتیب شوې دوسیې استول؛
- د راټولو شویو اسنادو او مدارکو په پام کې نیولو سره، د اسلامي شریعت د احکامو، نافذه تقنیني اسنادو مطابق، د سلسلې مراتب په رعایتولو سره د صورت دعوی او د دفع دعوی ترتیب کول او اړوندې محکمې ته د هغو وړاندې کول؛
- له مؤکلو ادارو سره همغږي او په قضایي غونډو کې ګډون او په محکمو کې د امارتي او عامه شتمنیو، ګټو او حقونو څخه دفاع کول؛
- په محکمو کې د سپارل شویو دوسیو او موضوعاتو تعقیبول؛
- پورته (فوقاني) محکمې ته د قضیې د راجع کولو په موخه د محکمو د قضایي قرار یا پرېکړې پر وړاندې د اعتراض وړاندې کول؛
- د عامه شتمنیو او د امارت او مختلطو مؤسسو له قانوني ګټو څخه دفاع کول؛
- د امارتي ادارو او مؤسسو ترمنځ د املاکي شخړو لومړنۍ بررسي او د شخړې د حل او مصالحې د قرار صادرول؛
- د صادرو شویو قرارونو له وروستي کېدو وروسته، د قضیې دواړو خواوو ته د شخړې د حل او مصالحې قرارونو ابلاغ.
مدیریتي دندې:
- د ټاکل شویو موخو د ترلاسه کولو لپاره د ریاست له عمومي پلان سره سم د میاشتني، ربعوار او کلني کاري پلان چمتو کول او ترتیب کول؛
- د اړوندې څانګې د پروګرامونو او موخو د پلي کېدو په برخه کې د مسلکي مشورو وړاندې کول او تصمیم نیول؛
- ذیصلاح آمر ته د اړوندې برخې د فعالیتونو او لاسته راوړنو د میاشتني، ربعوار، کلني او د عندالضرورت راپور وړاندې کول؛
- د قوانینو، مقرراتو او د وزارت د موخو مطابق د ذیصلاح آمر له لوري د سپارل شویو نورو دندو ترسره کول؛
د همغږۍ دندې:
د عامه حقونو د تشخیص، ملاتړ، ساتنې، دفاع او د نورو سپارل شویو چارو د پرمخ بېولو په موخه له نورو اړوندو ادارو او شعباتو سره همغږي او د اړیکو ټینګول؛
د استخدام شرایط:
- د افغانستان تابعیت ولري.
- عمر یې له (۱۸) کلونو کم او له (۶۴) کلونو زیات نهوي.
تحصیلي سویه:
لږ تر لږه د شرعیاتو، حقوقو په یوې څانګه کې او یا په دې معادل د هېواد له داخل یا بهر څخه د دیني مدرسو د لیسانس سند درلودل چې د لوړو زده کړو وزارت لخوا تأیید شوي اوسي.
کاري تجربه:
لږ تر لږه یو کال
لازم مهارتونه:
- د اړوندې برخې د لارښوونې او کنټرول وړتیا.
- د اړوندې ادارې/ وزارت د پالیسۍ د طرحې او تعیین وړتیا.
- د هېواد په یوې رسمي ژبه (پښتو یا دري) بشپړ تسلط.
- د دندې اړوند په کمپیوټري برنامو کې مهارتونه.
په شرایطو برابر غوښتونکي کولای شي د اعلان شوي بست د غوښتنلیک فورمه له دغه ځای او یا هم د کارکوونکو د چارو د ریاست د استخدام له آمریت څخه په حضوري ډول ترلاسه کړي د فورمې له ډکولو څخه وروسته (یو قطعه عکس، د تابعیت تذکره، تحصیلي سندونه او کاري تجربې) سره یوځای په ټاکل شوي وخت د کارکوونکو د چارو ریاست ته تسلیم کړي.