د غزني ولایت د عدلیې ریاست او امنیه قوماندانۍ ترمنځ د همغږۍ ناسته جوړه شوه

barekzai_admin
Tue, May 19 2026 2:03 PM
.

 د غزني ولایت د عدلیې رئیس، مولوي مطیع الحق عثمان او مل پلاوي د ذی‌القعدې د میاشتې په ۱۸مه نېټه د سې‌شنبې په ورځ، د دغه ولایت د امینه قوماندانۍ له مرستیال، مولوي محمد طاهر مبارز سره د همغږۍ ناسته جوړه کړه.

په دې ناسته کې د دواړو ادارو ترمنځ د لا زیاتو همغږیو او د کورونو د کرایې د کنټرول بهیر د ښه تنظیم په هکله هر اړخیزې خبرې وشوې. دواړو لورو ټینګار وکړ چې اداري ستونزې دې د همغږۍ له لارې حل شي او د کورونو د کرایو د غیرقانوني لوړوالي مخنیوی د ټولو ادارو ګډ مسؤولیت دی، چې باید په جدي توګه تعقیب شي.

همداراز په یاده ناسته کې پرېکړه وشوه چې له دې وروسته د غزني ولایت په کچه کرایه نیونکي کولای شي په اړوندو حوزو کې خپل شکایت درج کړي او په هغه صورت کې چې موضوع په حوزه کې حل نه شي، اړونده حوزه دې موضوع د کورونو د کرایې د کنټرول کمېټې ته راجع کړي.

دغه راز په یاده ناسته کې د دواړو ادارو ترمنځ د همکاریو او همغږیو پر زیاتېدو ټینګار وشو او د دواړو ادارو مسؤولینو ډاډ ورکړ چې په دې برخه کې به لازیاتې هلې ځلې وکړي.

خبرها

Mon, Sep 05 2022 4:12 PM
Background image

The Ministry of Justice Presented the One Year Report on the Activities and Achievement of This Ministry

Sheikh Abdul Kareem Haidar, the Professional Deputy Minister of Ministry of Justice, presented the one year report on the activities and achievements of this ministry on Sunday, 5th of. . .

Sun, Aug 28 2022 2:56 PM
Background image

Minister of Justice meets with Acting in Charge of UNAMA

Sheikh al-hadeeth Mawlawi Sahib Abdul Hakeem Sharei, the acting minister of justice of Islamic Emirate met with Mr. Markus Potzel, deputy special representative of the secretary general. . .

BACK TO NEWS