کاپيسا ولایت کې د ۱۵۰۰ جریبه امارتي ځمکې بررسي

hayat_admin
Mon, Jul 31 2023 2:11 PM
.

د کاپیسا ولایت د ځمکو د غصب د مخنیوي د تخنیکي هیئت ناسته د ۱۴۴۵ هجري قمري کال د محرم الحرام د میاشتې په ۹ نېټه د چهارشنبې په ورځ د دغه هیئت د رئیس او غړو په حضور سره جوړه شوه او د یاد ولایت په ارچي دښتې او مرکز کې د تخنیکي هیئت د لاسته راوړنو او د کار د پایلو راپور په کې وړاندې شو.

په دغې ناسته کې، د تخنیکي هیئت غړو د ګلبهار نساجي ریاست د ځمکو اړوند د حصه اول کوهستان ولسوالۍ د سنجن، قلعه میرا او پفدم کلیو د اوسیدنکو عریضې ته رسیدګي وکړه او تصمیم يې ونیو ترڅو تخنیکي هیئت یو ځل بیا د خلکو شکایتونو د حل او د یاد ریاست د املاکو اتلاف څخه د مخنیوي په منظور ساحې ته سفر وکړي.

په یاده ناسته کې، د تخنیکي هیئت منشي د یاد ولایت د مرکز اړوند عاشقانو دښته کې د فني ټیم د اجراآتو راپور وړاندې کړ او ویې ویل چې دغې ساحه کې د ۲۰۰۰ جریبه امارتي ځمکې له مجموعې څخه تر دې دمه د هغې ۱۰۰۰ جریبه د فني ټیم له خوا بررسي او متراژ شوې او د هغې د غاصبینو او متصرفینو شهرت هم جدول کې درج شوی او د یادې ساحې پر پاتې برخه کار روان دی.

تخنیکي هیئت له بحث او د نظرونو له تبادلې څخه تصمیم ونیو چې د یادې ځمکې ټول متصرفین د امنیه قوماندانۍ له لارې جلب او له هغوی څخه سندونه او مدارک وغوښتل شي.

په دغې ناسته کې د ارچي دښتې د ځمکو د تثبیت او بررسۍ راپور هم وړاندې شو چې پر اساس یې تر دې دمه په دغې ساحه کې ۵۰۰ جریبه ځمکه متراژ او بررسي شوې او د هغې د غاصبینو او متصرفینو شهرت هم په جدول کې درج شوی او د یادې ساحې پر پاتې برخه کار روان دی.

خبرها

Mon, Sep 05 2022 4:12 PM
Background image

The Ministry of Justice Presented the One Year Report on the Activities and Achievement of This Ministry

Sheikh Abdul Kareem Haidar, the Professional Deputy Minister of Ministry of Justice, presented the one year report on the activities and achievements of this ministry on Sunday, 5th of. . .

Sun, Aug 28 2022 2:56 PM
Background image

Minister of Justice meets with Acting in Charge of UNAMA

Sheikh al-hadeeth Mawlawi Sahib Abdul Hakeem Sharei, the acting minister of justice of Islamic Emirate met with Mr. Markus Potzel, deputy special representative of the secretary general. . .

BACK TO NEWS