د پکتیکا ولایت د عدليې رییس د دغه ولایت د معاملو د لارښوونو او د موټر پلورونکو له دفترونو څخه نظارت وکړ

waheed
Thu, Oct 06 2022 10:32 AM
ووو

د پکتیکا ولایت د عدليې رییس مولوي حیات الله آمین او ورسره مل پلاوي د ربیع الاول میاشتې په ۷ نېټه د دوشنبې په ورځ د دغه ولایت د مرکز ښرنې ښار د معاملو د لارښوونو او موټر پلورونکو دفترونه نظارت او بررسي کړل.

یاد پلاوي د دغه ښار د معاملو د لارښوونو او موټر پلورونکو مسوولینو سره وکتل  او د هغوی د فعالیت جوازلیکونه، معاملاتي سندونه (سټې) او د حق العمل پاڼې يې له نږدې نظارت او بررسي کړې.

1

یاد پلاوي د معاملو د لارښوونو او د موټر پلورونکو د دفترونو مسوولینو ته توصیه وکړه چې پرته له فریب څخه په معاملو کې منځکړیتوب وکړي. دغه راز د معاملو د لارښوونو او موټر پلورونکو هغو دفترونو ته لارښوونه وشوه چې ژر تر ژره د خپل جوازونو پر نوي کولو اقدام وکړي.

د معاملو د لارښوونو او موټرو پلورونکو د دفترونو مسوولانو هر یو په جلا توګه خپلې ستونزې له یاد هیئت سره شریکې کړې  او د هیئت له لوري هغوی ته ډاډ ورکړل شو چې د هغوی ستونزو ته به ډیر ژر رسیده ګي وشي.

خبرها

Mon, Sep 05 2022 4:12 PM
Background image

The Ministry of Justice Presented the One Year Report on the Activities and Achievement of This Ministry

Sheikh Abdul Kareem Haidar, the Professional Deputy Minister of Ministry of Justice, presented the one year report on the activities and achievements of this ministry on Sunday, 5th of. . .

Sun, Aug 28 2022 2:56 PM
Background image

Minister of Justice meets with Acting in Charge of UNAMA

Sheikh al-hadeeth Mawlawi Sahib Abdul Hakeem Sharei, the acting minister of justice of Islamic Emirate met with Mr. Markus Potzel, deputy special representative of the secretary general. . .

BACK TO NEWS