د کندهار ولایت د عدليې رئیس وپېژندل شو.

waheed
Sun, Jun 13 2021 2:12 PM
.

د عدليې وزارت د مالي او اداري معین ګل محمد ګلزي کندهار ولایت ته د یوه سفر په ترڅ کې محمد طیب بارکزی چې د جمهوري ریاست د حکم پربنسټ د دغه ولایت د عدليې رئيس په توګه ټاکل شوی دی د عدليې ریاست کارکوونکو ته وروپېژنده.

د ښاغلي بارکزي د پيژندنې په مراسمو کې چې د دوشنبې ورځې د غبرګولي په ۲۲ مه جوړ شوي وو  د قندهار د والي مرستیال، د خلکو استازو او د دغه ولایت سیمه ییزو مسوولانو شتون درلود. په دغو مراسمو کې د عدليې وزارت اداري معین د کندهار عدليې رئيس ته د نوي منصب د مبارکۍ ترڅنګ وویل چې تغییر او تبدیل د ښې حکومتولۍ یو له اصولو څخه دی.

هغه زیاته کړه چې د ۲۳ ولایتونو د عدليې د رئیسان د اصلاحاتو، خلکو ته د اغیزمنو خدمتونو د وړاندې کولو او د هغوی ستونزو ته د رسیدګۍ په منظور تبدیل شوي دي. هغه هيله څرګنده کړه چې د قندهار نوی رئیس وکولای شي د قانون د پلي کولو او د عدالت د تامین په لاره کې زیاته هڅه او کار وکړي.

په دغو مراسمو کې د قندهار د والي مرستیال حاجي آغا لالی دستګیري هم له عدليې ریاست سره د ولایت د مقام له همکارۍ څخه ډاډ ورکړ او په وخت سره د خلکو د ستونزو پر حل، د عدالت پر تامین او د قانون پر پلي کولو ټینګار وکړ.

.

د قندهار  ولایت د عدلیې ریاست نوي رئیس په خپلو خبرو کې د عدليې وزارت له رهبرۍ څخه مننه وکړه او ویې ویل چې خلکو ته د خدمت په لاره کې به له هېڅ ډول هڅې څخه لاس تر شا نه شي.

د عدليې وزارت مالي او اداري معین، کندهار ولایت ته په سفر کې د دغه ولایت له والي روح الله خانزاده سره هم لیدنه او خبرې اترې وکړې.

په دې لیدنه کې چې، په ولسي جرګې کې د هلمند استازي، د قندهار د عدليې رئیس او ځينو نورو چارواکو حضور درلود د ولایت د مقام او د سیمه ییزو ادارو په ځانګړي ډول د عدليې ریاست  ترمنځ د همغږۍ د پیاوړتیا په اړه خبرې اترې وشوې.

خبرها

Mon, Sep 05 2022 4:12 PM
Background image

The Ministry of Justice Presented the One Year Report on the Activities and Achievement of This Ministry

Sheikh Abdul Kareem Haidar, the Professional Deputy Minister of Ministry of Justice, presented the one year report on the activities and achievements of this ministry on Sunday, 5th of. . .

Sun, Aug 28 2022 2:56 PM
Background image

Minister of Justice meets with Acting in Charge of UNAMA

Sheikh al-hadeeth Mawlawi Sahib Abdul Hakeem Sharei, the acting minister of justice of Islamic Emirate met with Mr. Markus Potzel, deputy special representative of the secretary general. . .

BACK TO NEWS